Skip to main content

Ghani khan. A Da Loy Fazal Malika. Sufi lines

 Ghani 

اې د لوى فضل مالکه ! ماله دا دنيا جنت کړه

فارموله يې ده آسانه د درې ټکو نه جوړېږى


لکه وېلې مې دى سر کښې بس جانان ځوانى او جام

ډير ګلونه لږ ياران يو غمګين غوندې ماښام


چې زما لېونې سر پې کله کله مشغولېږى

هغه بل د مرګه پس مې ملا جان پسې خيرات کړه

تش د حورو په خوبونو که د خوار ګذاره کيږى


ماله دلته يوه راکړه غونډه مسته تکه سپېنه

مېنه ناکه سپېنه شمع چې لمبې وهى بلېږى


شل رنګونه يې نظر کښې شل مزاجه په ځېګر کښې

د سپرلى هسى خويونه کله نمر کله ورېږىاې د لوى فضل مالکه ! ماله دا دنيا جنت کړه

فارموله يې ده آسانه د درې ټکو نه جوړېږى


لکه وېلې مې دى سر کښې بس جانان ځوانى او جام

ډير ګلونه لږ ياران يو غمګين غوندې ماښام


چې زما لېونې سر پې کله کله مشغولېږى

هغه بل د مرګه پس مې ملا جان پسې خيرات کړه

تش د حورو په خوبونو که د خوار ګذاره کيږى


ماله دلته يوه راکړه غونډه مسته تکه سپېنه

مېنه ناکه سپېنه شمع چې لمبې وهى بلېږى


شل رنګونه يې نظر کښې شل مزاجه په ځېګر کښې

د سپرلى هسى خويونه کله نمر کله ورېږى۔۔


شاعر: غني خان 

غږ : ایمل خانThe legend ghani khan

Comments