Kakarai Gharay, Folk Pashto Song sung In Pashtun belt of Baluchistan. کاکړۍ غاړي
Here are some Kakarai Gharay Or Kakarai Folk Songs Lyrics.
Kakarai.
د بوجۍ کمیس به وکم
پـــهٔ قران کــهٔ مـلا وکم
#کاکړۍ
پهٔ قيامت مې ذمه وار دی
زمـا تور سترګی ملا يار دی
#کاکړۍ
توره شپه به خدای سبا کي
شین خالۍ به خدای پیدا کي
#کاکړۍ
ته چې ځې بېرته راځې
پر ما به ترخې وي راشنې
#کاکړۍ
توکل وکه راکه خوله
دوزخ له نه وړي پښتانه
#کاکړۍ
ګران به راسي زه به نه يم
ليا به مړه ليا به واده يم
#کاکړۍ
سپين ځيګر تڼۍ يې خلاسي
له ايمانه سړئ باسي
#کاکړۍ
ګران کهٔ راسي لما خلهٔ خوري
ادې ستا لـهٔ کـوره څـهٔ خوري
#کاکړۍ
ګران به راسي زه به نه يم
پـه نـا ترسو بــه واده يم
#کاکړۍ
نيمه شپه ده لار مې ورکه
د بنګړو شرنګهار راوکړه
#کاکړۍ
زما پړتؤګ د شین الؤان
پۀ کې دې درۍ لکؤ سامان😜
#کاکړۍ
کور دې لرې ده ناﺯکه
دلې شپه راسره وکه
#کاکړۍ
دم به وکم په ملا
زړګی به صبر کم له تا
#کاکړۍ
چې خبره تر زارۍ شي
اور دې پورې پر یارۍ شي
#کاکړۍ
زړه مه ووتی له واکه
لګېدلی سګرېټ راکه
#کاکړۍ
ما او تا دې خداى لري
سړک به جوړ شي سرکاري.
#کاکړۍ
پر څنګل به دے ويده کم
تر سـهار به روڼه شپه کم
روڼه :- شوګيره
#کاکړۍ
ښه زړه ور راځه د شپې
د انسان مرګ دی پر نېټې
#کاکړۍ
ته دې ناز کوه نازکې
له موږ ټولې لارې ورکې
په کلا را واوړه سپینه
ناسته یم لکه یتیمه
#کاکړۍ
#کاکړۍ
ستا ښایست دومره لوړ نه دی
ســتا خــندا مــې وړی زړه دی
#کاکړۍ
د نازک له درګاه څه وړم
ادې غبرګ باڼه لانده وړم
#کاکړۍ
#کلتور
که یې حال وایم غیبت دی
ګنې ګران را ملامت دی
#کاکړۍ
د ديوال په سر راواوړه
ديدن وکه بيرته واوړه
#کاکړۍ
ښه زړه ور راځه د شپې
د انسان مرګ دی پر نېټې
#کاکړۍ
ما پرېږدي يکړ روان دی
نازک څنګه مسلمان دی
#کاکړۍ
خلګ وایي چي قیامت دی
زما نو اوس د یارۍ نېت دی
#کاکړۍ
کاکړۍ غاړي

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.