Skip to main content

Na Saaz Sho, Na Sooz bus Hase Jwand Tamam Sho.

 Na Saaz Sho, Na Sooz bus Hase Jwand Tamam Sho.

Poet. Abdul Ghani Khan Baba, Lewanay Shair.



نه ساز شو نه سوز شو بس ھسې ژوند تمام شو 

نه خوب شو نه شـړنګ شو نه یاد ګـل اندام شو 


دا تورہ تورہ شپه راغله نه ستوری نه سپوږمۍ شته

ځوانی  وہ  لاړہ  لاړہ له  یو ګوټ او خالی جام شو 


یو  ستورې  د  سبا وؤ لاړ  سور  ګل یو  لاله وؤ لاړ

سور  لمـر  زېړې  زېړې  شولو نرې  نرې ماښام شو 


قیصه دا حُسـن ھیرہ شوہ مزہ دا مینې تیرہ شوہ 

مُلا  بانګ  دا  سبا  وې  آخـر  په  سول  خیام شو 


مستی بےپروا ئې ورکه په خود کښې بےخودی ډوبه 

اوګورہ  لیونے  ھم  نن  بادشاہ  ته  په   سلام شو


.............. ليونے ؔ  فلسفی

#The Legend Great Ghani Khan 

 ملیزئې

Saaz Sho, Na Sooz bus Hase Jwand Tamam Sho. Jwand Nazam Lyrics of Ghani Khan Baba. Pashto Poems Lyrics of Ghani. Learn Pashto.

Comments