Skip to main content

Pashto Ghazal By Amjad Shehzad. 2022

 Amjad Shehzad Pukhto Ghazal lyrics


غزل۔ امجد شهزاد 

يارانو ستاسو جبينونه په سجدو کښې ښه دي

دا زما ګوتې ګناهګارې پۀ نغمو کښې ښه دي

چې رښتيا نۀ شي اورېدې، رښتيا به څۀ ووائي

دا خلک داسي دَ دروغو په قيصو کښې ښه دي

دَ ځنو خلکو هيڅ رشته نشته لۀ زمکې سره

ځنې ښاغلي دَ رضوان پۀ منارو کښې کښې ښه دي

پۀ ځنو ژبو باندې ښه ده چې څوک نۀ پوهېږي

څۀ کتابونه داسې بند پۀ المارو کښې ښه دي

ساقي دَ خپلې بې وسۍ احتجاج داسې کووم

شراب کړه اخوا شربتونه په پيالو کښې ښه دي

زۀ اؤ جانان به سره څۀ وايو په بله ژبه

زمونږ سوالونو ځوابونه په پښتو کښې کښې ښه دي

پيالې نوشل، نغمې چېړل، لۀ يار بوسې اغستل

دا درې خبرې لۀ ماښامه پس په شپو کښې کښې ښه دي

کېدېشي سترګې مو روښانه شي په دغه رڼا

زمونږه کلي سوزېدلي پۀ لمبو کښې ښه دي

امجده ووري هر طرف ته دَ فتوو بڅري

ځکه مې وې ځنې قيصې په اشارو کښې ښه دي

(امجد شهزاد)

Pashto Nazam lyrics. Learn Pashto Reading by Reading Pashto Writings. Amjad Shehzad Pashto Ghazal. New Pukhto Shayeri 2022

Comments