Pashto Ghazal Lyrics By Haseena Gul Tanha.
غزل
ددې نظام نه بغاؤت کؤنکي څوک هم نيشته
زما د خوښې سياست کؤنکي څوک هم نيشته
زما په ژوند کې د وطن د مينې نه دى خبر
ماسره دومره محبت کؤنکي څوک هم نيشته
دومره خندل به مې چې بيا په ژړا شوم پکښې
يو ځل مې بيا هاغه حالت کؤنکي څوک هم نيشته
دلته اوس هر څوک د يو بل د سيوري په گټو ولي
دلته کې کور کلى مالت کؤنکي څوک هم نيشته
هسې په خله به ځار قربان درسره هر څوک کوي
خو د يو مست نظر د ست کؤنکي څوک هم نيشته
سيده حسينه گل
Pashto Ghazal Poetry. New Pukhto Ghazal 2022

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.