Skip to main content

Pashto New Ghazal. Saray Raza Ka.

Pukhto Ghazal 2022


سندرې ورته یوسه په غــــــــزل! سړی رضا که

ګلاب ګلاب سړی دی په څه چل! سړی رضا که


که ستا غوندې و بیا ورته تسبیح او زم زم وړمه

زما غوندې که و نو په بوتـــــل! سړی رضا که


دا څنګه چې دې زلفې ول په ول دي یوځای کړي

هم دغسې جانــــانه ول په ول! سړی رضا که


د لرې اشارې او خنــــــداګانو نه بس تیر شه

نږدې شه غاړه راکه مکـــــمل! سړی رضا که


قـــسم وکه، قــــران وکه، دروغ وکه خو وکه

تکړه شه مشره هله په چـــــــل ول! سړی رضا که


مونږ ټول عمر والله چې مـــــــــلاجانه دغه وکړل

دا سم سړی خفه که او دا غـــــــــل! سړی رضا که



منقول

New Pashto Poetry 2021, November.

Ghazal saray raza Ka.

Comments