Pashto Nazam Poetry. Qismat lyrics.
Poet. Ghani Khan
Vocalist. Spogmai Khuram
کلام : ؎ قسمت 🍁
شاعر : خان عبدالغني خان
غږ. : سپوږمئ خرم
زہ خو نه وائم چي نشته
زہ خو وائمه چي شته دې
خو دنيا ئی عجيبه ده
اؤ قانون ئی عجيبه دې
ښکلې باغ ډک دخوبونو
دګلونو د نورونو
دروازې ئی کله دار وی
کله درد،کله صليب
اوچت تخت برہ پرې ناست دې
يو غلام دې د غمونو
چاله تخت د چنګيز ورکړی
اؤ خوبونه د غريب
کله سپی له خوله کي ورکړي
د شاھين شنه وزرونه
کله ګډ کړي په ډيران کي
د نرګس مھين خوبونه
يو ته سرو شونډو کي پټ شی
يو ته پټ شی په صحرا
چاته خود ،چاته بي خودہ
چاته مرګ شی چاته ساه
کله سترګې د کمترې
په سرو سترګو کي د باز
کله سور ظالم عقاب شی
په باز راولي شاہ باز
زہ خو نه وائم چي نشته
زہ خو چغې وهم چي شته دې
خو دنيا ئی د عجبه ده
او قانون ئي عجيبه دے۔
Pashto Lyrics By Pashto Times.
Qismat Nazam of Ghani Khan also recorded by Engineer Momand in early 90s. Legendary Ghani Khan also known as Lewany Falsafy.
Za Kho Na wayam che Na Shta. Zra me hum waye che ye ta..
The Legend Great Ghani Khan.
Waya Waya Mulla Jana by Ghani Khan.
Pashto Poem Waya Waya Mula Jana. Mula Nazam By Ghani Khan Baba.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.