Skip to main content

Rabba By Ghani Khan. Lyrics Of Pashto Nazam Raba

 شاعر:‌ غني خان

Poetry By Ghani Khan.

ربه

Poem. Rabba.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


**اې په خېشت ميينه،‌ جوړوونکی د ګلاب، ربه!**


**ستا ښکلې دنيا شوه د څاروي او د قصاب، ربه!**


**اې چې د ماشوم سترګې دې جوړې کړې د ګل په شان**


**ړوکی  او خوږې خوږې خبرې د بلبل په شان**


**زړه يې پاک د بدو د هر خيال او د ازاره پاک**


**پاک لکه شبنم و، د ګناه او د ازاره پاک**


**تا چې چا ته ټيټ د پرښتو ښکلي سرونه کړل**


**جوړ چې د چا سترګو له تا ستوري او ګلونه کړل**


**تا چې د چا حسن له د خپلو سترګو نور ورکړ**


**تا چې د خپل ځانه چا له مينه او سرور ورکړ**


**هغه محبوبه ستا آدم نه دی آدم‌خور دی**


**آ ښېسته ګلاب ستا ګلاب نه دی اور دی اور دی**


**هغه ستا د لاس ګل پروت په وينو کې سمسور دی**


**ستا خليفه ربه! آدم نه دی آدم‌خور دی**


**تا چې چا له جوړه کړه د حسن او ګلزار قصه**


**ورکړه مشغولا له دې د مينې او دلدار قصه**


**تا چې چا له ستوري او سپوږمۍ او ماښام جوړ کړلو**


**تا چه چا له مينه او مستي او خِرام جوړ کړلو**


**سترګې يې دې پټې هغه نن د زهرو پينې څښي**


**ستا په نامه ربه! نن سړی د سړو وينې څښي**

Tags:  

Ghani Khan Baba Pashto Poem Rabba Lyrics In Pashto.

Pashto Times, Khan Abdul Ghani Khan Nazam from Latoon. Collection of Ghani Khan Lyrics.

Comments