Skip to main content

Sook Di Mata Owayi. Ghani Khan Pashto Poetry.

Sook Di Mata Owayi sa ranga Shida she sook? 

Nazam. Khan Abdul Ghani Khan Baba. Complete lyrics of Ghani Khan Nazam Wali. Why?  Wali Nazam Of Lewany Falsafi.

Wali Nazam By Ghani Khan Baba


څوک دې     ما ته ووائي

څرنګې شېدا شي څوک؟


څوک چې چا ته وخاندي 

ولې په خندا شي څوک؟


ستوري د    غر څوکې ته

غلې  شان     بېګا   ووې


مينې   په       ژړا   ووې

حُسن   په     خندا  ووې


سترګو    د  مجنون ووی

اوښکو    د     ليلا   ووې


ووې  په     نشه  ځوانۍ 

غم  ورو  په  سودا  ووې


ما ته مسکو سترګو کښې

ښکلې      دلربا        ووې


ولې څوک   زړۀ  وبايلي؟

څرنګې شېدا شي څوک؟


څوک چې چا ته وخاندي

ولې په خندا شي څوک؟

.....

 عنوان » ولې؟

شاعر » غني خان بابا

کتاب » لټون، ۲۱۵

Tags for blog.

Selection From Ghani Khan Poetry Collection  Latoon. Sook di mata owayee,  Sa ranga Sheda she sook.

Pashto Poetrt Ghani Khan Baba.

Comments