Skip to main content

Za ba zam pa Jang Da Qaam, Za Nangyalay Zwan

Za ba zam pa Jang da Qaam za che kala zwan Sham. Pashto Song lyrics


Poem. Ghani Khan Baba. Za Ba zam

Singer. Sardar Ali Takkar


خوږدی ماته ملک زما ،خوږ تر کل جهان
زه به ځم په جنګ د قام زه ننګیالی ځوان 


وينه ده توده زما رګونو کې د ننګ
سر که مي قام غواړي زه به یې نه کړمه په څنګ 
زور دے ماليدلے هم د توپ هم د تفنګ 


زور مي د غيرت دے د همه زورونو خان
زه به ځم په جنګ د قام زه ننګیالی ځوان 


سر څه د سپي سر وي چي فدا نه شي په قام
نر هغه نرنه وي چي شيدا نه شي په قام
نوم ناموس یې څه وي چې دی شي دبل غلام


دا نوم به بدل کړم يا به کړم بدل جهان 
زه به ځم په جنګ د قام زه ننګیالی ځوان 

زه پښتون بابا د خپلو وينو پيدا کړي 
زه پښتني مور په غيرتي پيو لوي کړي 

موږ په پلار نيکه دي د مردۍ کارونه کړي


زه به غلام نه شم که غلام شي ټول جهان 
زه به ځم په جنګ د قام زه ننګیالی ځوان


زه به په وجود يمه کوټلے وزير اس
کوم به د کاروان خبردارے لکه جرس
يم به د ظالم سترګو کي تل د سترګو خس


زه به لکه باز يم د نرتوب مرد ميدان
زه به ځم په جنګ د قام زه ننګیالی ځوان 



زه به لوي زړګے لکه شيرشاه د بنګالے لرم
مټ به ابدالے لرم همت به روهيلے لرم 
سر به ښکته نه کړم که زرګونه کشالي لرم


ربه ښکته مه کړي چاته سر ته د افغان
زه به ځم په جنګ د قام زه ننګیالی ځوان 


Pashto Times Tags And Keywords.


Pashto Lyrics Of Ghani Khan Nazam.

Za Nangyaly Zwan. Pashto Songs Lyrics. Vocalist Sardar Ali Takkar. Learn Pashto Poetry and Pashto Reading. 

Za ba zam pa Jang da Qaam za che kala zwan Sham. Pashto Song lyrics


Poem. Ghani Khan Baba. Za Ba zam

Singer. Sardar Ali Takkar. Pashto Song Lyrics. Ghani Khan Lyrics

Comments