Za yam by Ghani Khan
زه یم زه یم رنګ سرور او شرنګار زه یم
د جانان سترګو کښې مړاوې خمار زه یم
دا تعبیر زما د مست زړه د تلاش دې
یار زما د زړه ارمان دې دلدار زه یم
ذا زما زړه چې د خیشت او رنګ شی اوږې
پسرلې ګلونه راشی بهار زه یم
دا چې زه شم د مُسکو شونډو لیواله
لیلی جوړه کړم د حسن معمار زه یم
دا خو زه د ځیګر سوز په هوا سور کړم
روح ، مطلب ، معنی ، اواز د ستار زه یم
چې زه نه یم بې معنی جنت اسمان دې
د جهان د سوز او مینې مختار زه یم
دومره پوې شوم په دې ړوکی غوندی ژوند کښې
یار زما کمال ، کمال د دلدار زه یم.
#غنی_خان
#خانپور_جیل
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.