Skip to main content

Abaseen Yousafzai Pukhto Ghazal 2022

 Pukhto Ghazal

Poet. Abaseen Yousafzai.


پروفيسر ډاکتر اباسین یوسفزے


پتنګ د ځان پېژندګلۍ له پۀ لمبو پسې ځي

رڼا تېره توره پۀ لاس کښې پۀ تیارو پسې ځي


څوک چې لاسونه تپوي او قدمونه اخلي

زما اولس پۀ پټو سترګو پۀ هغو پسې ځي


ملګرو کرښه به راکاږو سپیناوے به کوو

چې پۀ کُرسو پسې څوک ځي کۀ پۀ پښتو پسې ځي


هغه سړے به خامخا چرته لېوان ماتوي

څوک چې د غرونو پۀ طرف پۀ لېونو پسې ځي


چا چې بلبل پۀ سترګو هم چرې لیدلے نۀ وي

نو مجبوراً به د زاغانو ترانو پسې ځي



اوس به تاریخ پۀ اوښکو، وینو باندې نۀ لیکمه؟

چې د شملو ښاغلي نن پۀ لوپټو پسې ځي



کۀ څۀ کمال لرې نو سر کاڼو ته ټینګ ونیسه!

دلته کښې خلک ژوندي نۀ مني پۀ مړو پسې ځي


د اباسین غاړې له راشه چې زړګے دې یخ شي

اوبۀ پۀ تږي پسې نه، تږے اوبو پسې ځي


Pashto Times, Pashto New Ghazal 2022.

Comments