Skip to main content

Bega Shpa Pukhto Ghazal Poetry December 2021

 Bega Shpa


د کیف، د سوز، د انتها شپه وه، بلا شپه وه 

غرق یمه، غېږه کې مې ستا شپه وه، بلا شپه وه 


ته وایه! ستا څنګه؟ بیګا شپه وه، څه ښه شپه وه؟

په موږ خو بیا د کربلا شپه وه، بلا شپه وه 


څه عجیبه درد و؟ په سر درد و، خو سم درد و 

څه عجیبه ورځ وه؟ په ما شپه وه، بلا شپه وه 


هو د برات شپه وه، زموږ شپه وه، لنډۍ شپه وه 

نه نه اوږده شپه وه، یلدا شپه وه، بلا شپه وه 


ولا کافر سوخت و، څه زه ګرم، څه ستا غېږ وه 

ولا بلا شپه وه، بلا شپه وه، بلا شپه وه 


|سعید شینواری|



Comments