Skip to main content

Cut Your Coat According to Your Cloth in Pashto.

 Cut Your Coat According to Your Cloth. Pashto Translation


مونږ ته ټول عمر همدا یوه توصیه شوې ده چې له بړستنې سره دې پښې وغځوه خو د بشر تاریخ کې ستر نومونه د هغه چا دي، انقلابونه هغه چا راوستي دي او نړۍ هغه چا بدله کړې ده چې له خپلې بړستنې یې پښې وېستلې وې. بړستن سره پښې غځول مانا دا چې د ډېر څه غوښتنه مه کوه، خطر مه قبلوه او د نورو په شان ژوند وکړه


منظور هغه وخت ځوان رهبر شو چې له بړستنې یې پښې ووېستلې او د نورو په څېر له پنجابي رجمنټ او اسټبلشمنټ څخه ونه یرېدو. مارټین لوتر کېنګ ځکه تورپوستو ته حقوق واخیستل چې له بړستنې یې پښې وېستلې وې. نیلسن منډیلا، ګاندي، فیډل کاسټرو، چیګوارا او احمدشاه بابا ټول هغه خلک و چې له بړستنې یې پښې وېستلې وې. 


د خلکو وړتیا او ډېره هڅه همدغه متل وژلې ده. اصلا دې متل له ځوانانو څخه جرات اخیستی دی. خلک پرېدئ چې کار وکړي او په مروج ډول له خلکو سره یو ځای لاړ نشي



Comments