Skip to main content

Da Khanano ba sa wayo che Khanan di. Ghazal

 Sahib Shah Sabir Kalam

Ghazal. Da Khanano ba sa wayo

Singer. Kiran Khan

د خانانو به څۀ وايو چې خانان دي

ملنګان د پښتنو خپلو کښې وران دي


چې د ځانه نا خبره دې د ځان دي

چې د ځانه خبر شوي دي په‌ ځان دي


مونږه هغسې د زمکې لائق نۀ يو 

د دنيا قامونه ستوري د اسمان دي


وخته دلته چې قدم ږدې نو په خيال ږده 

د دې خاورې کاڼي بوټي شهيدان دي


پښتو هغه ګناهګاره دوزخي ده 

پښتانۀ غزا له تلي جنتيان دي 


د صدو نه د سيندونو خوا کښې اوسو

خو! زمونږ فصلونو اوس هم په باران دي


داسې ښکاري چې رښتوني خلک ډېر دي 

د دنيا خلک له ژبې اوېزان دي 


سړيتوب وي د سړي په څو خبرو

په سړي کښې څو څو نښې د انسان دي


زۀ رښتونے چې څۀ وايمه رښتيا شي

خلک وائي چې په دې سړي پېريان دي


دا‌ يو څو ياران کۀ نۀ وي بيا به نۀ يم 

زما ژوند دغه يو څو خواږۀ ياران دي


د ښاغلو لېونو لېونے پير دے 

د صابر ياران د مينې قدردان دي

♦♦♦

غزل 

شاعر ° صاحب شاه صابر

کتاب ° قامتونه قيامتونه

مخ/پاڼه: ۱۱،۱۲/11،12.





Comments