Da Saba Bada Guzar Pa Chaman Bia Ka. Khushal Khattak.
Pashto Ghazal. Da Saba Guzar Pa chaman
Singer. Ustad Sadiq Fitrat Nashanas.
Poet. Khushal Khan Khattak Baba
د صبا باده ګذر په چمن بيا کړه
په چمن کښې رنګارنګ ګلونه وا کړه
زه دې توان د خرخشو لرم چه کړې یې
که دې زړه زما په مرګ دی دا ادا کړه
بې نياز څه خبر له نازه ، چې ناز څه دی
ستا د سترګو بلا واخلم ناز په ما کړه
زه له خپله بخته چا وته فرياد کړم
چې پرون ئې راته مخ وو ، نن يې شا کړه
خوله مې ډکه شوه په شهدو په شکرو
چه سحر مې ستا د لام و بې ثنا کړه
عاشقي که سراسر واړه بلا ده
ما په ځان د زړه قبوله دا بلا کړه
زه خوشحال کمزوری نه يم چې به ډار کړم
په ښکاره نارې وهم چې خوله ئې راکړه
( خوشحال خان خټک )
Thanks a lot for such a beautiful and informative, helpful blogs. Its badly help me really you know.
ReplyDeleteThats really amazing.
Royal Car Rental Rawalpindi