Afghanai, Afghan Currency Is Fastly loosing its Value against Dollar in Exchange Markets.
Why Afghani Depreciating Against Dollar?
Amrullah Saleh Explains
د افغانستان د خصوصي بانکونو سقوط، د حقاني شبکې لاس ته د مرکزي بانک لويدل، د خارجي اسعارو د ازادې تبادلې مخنيوی، د سرای شهزاده تړل، د ګمرکونو د عوايدو چور کول، د مخدره موادو د کښت او تولید سراسري کول، په غيرقانوني ډول د افغانيو د چاپ احتمال، ترورستي ګروپونو ته د پټو کمکونو لپاره مراجعه او بالاخره د پاکستان او څو نورو استخباراتي حلقو څخه د ناچيز نغدي کمک تر لاسه کول د ډالر په مقابل کې د افغانيو د نه دريدونکي سقوط دلايل دي. تالب د افغانانو د وژنو او د افغانستان د ورانۍ لپاره د پاکستان پروژه ده. د شکنجې او خشونت څخه بغير د هيڅ شي لپاره فکري اساس نه لري
لهذا د افغانۍ سقوط به تر هغه وخته پورې ادامه لري چې دغه لاسپوڅي د قدرت له انحصار څخه لاس واخلي او د وضعيت د ښه والي لپاره د ملت رايې ته احترام وکړي
يوازنۍ حللاره د اکثريت افغان ملت غوښتنو ته احترام دی چې د دې ليونۍ ډلې د لاسه فرياد کوي او د سيلاب په ډول له وطن څخه هجرت کوي. تر هغې پورې چې نظام داخلي او بين المللي مشروعيت ونلري انساني مغز او ظرفيتونه به هيواد پريږدي او هيڅوک به د دې ظالم او ډبرمغزي رژيم په چوکاټ کې سرمايه ګذاري ونکړي
امرالله صالح
ترجمه س. ش
Amrullah Saleh Points Out Main Reasons Of Afghani Depreciation against US Dollar.
Control Of Central Bank By Haqqani Network
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.