Skip to main content

Elm E Qafia. What Is Qafia? Learn Pashto Literature and Poetry

 

Elm E Qafia. What Is Qafia? Learn Pashto Literature and Poetry. Complete Uses Of Qafia In Poetry Explained.


علمِ قافیه… د شاعري یو اهم ضرورت »»

ه~~~~~~~~~~~~~~~~~~~ه

د ښائسته الفاظو مجموعه شاعری ده، او الفاظ د آواز په مدد وجود کښی راځی.… آواز، صوت، یا غږ د ژبی لازمه ده، او ښکلے مترنّم آواز د شاعري ښکلاء ده



د آواز یو یا ډیر خاصیّتونه چی کله د حرکاتو په شکل کښی… ښکته، بره، اوږود او لنډ یا بل کوم خاص ترتیب او ترکیب کښی راځی… نو د الفاظو د مد و جزر دي کیفیت ته بحرونه وائی. او د بحرونو مطالعي ته علمِ عروض وئیلے شی. ګويا د شاعرئ د جمالياتي اکتساب نوم علمِ عروض دے


علمِ عروض کم و بیش، په دولسو بابونو مشتمل یو وسیع علم دے. ❶ علم صرف ❷ علم نحو ❸ علم عروض ❹ علم شعر ❺ علم قافیه ❻ علم معانی ❼ علم بیان ❽ علم لغت ❾ علم اشتقاق ❿ علم انشاء ⑪ علم خط ⑫ علم تاریخ


روان لیک کښی مونږ صرف قافیه زیرِ بحث راولو، ځکه چی په شعر کښی اهمه برخه د قافیه وی، قافیه د عربۍ ژبی لفظ دے. مصدر یئ "قفو" دے، او معنا ئی ده "وروستو تلل"


دا معنا په هر دوه اړخه په قافیه صادقه راځی، یو دا چی قافیه د مطلع د شعر د دواړه مصرعو په آخر کښی د ردیف نه وړومبي او د نورو شعرونو په هره دويمه مصرعه کښی هم دغسي د ردیف نه وړاندي په تواتر سره راځی. او دویم دا چی د قافیه ټول حرفونه د مطلع نه علاوه د هر شعر په حصه "ضرب" کښی راځی


د قافیه لفظونه بدلیدونکی وی خو په قافیه پسی پیوست، ردیف خپل لفظونه بیخی نهٔ بدلوی. ګويا ردیف بدلون نهٔ قبلوي او قافیه لفظی بدلون قبلوي. د لفظونو د بدلون باوجود د قافیه د لفظونو صوتی هم اهنګی او ددغه څو ټکو د تکرار نه پیدا کیدونکې غنائیت او مؤسیقیت له کبله په شعر کښی د قافیه ځائ ډیر اهم… ښائسته او محکم وی. چی د شاعرئ یوه اهمه برخه ګڼلي شی. د قافیه د پیژندلو لپاره پکار ده چی د شعر د مصرعو لږ وضاحت اوشی


یو شعر دوه مصرعې لری…… د هر شعر دواړه مصرعي په دریو دریو برخو ويشلي وی. د اولنئ مصرعی شروع ته… صدر…مینځ ته… حشو… او اختتام ته… عروض وائی. او د دویمی مصرعی شروع ته… ابتداء… مینځ ته… حشو… او اختتام ته ضرب یا عجز وائی. ګويا مونږ د خپل شعر تړون په دي ډول کوؤ. 

❶... مصرعه ----- صدر + حشو + عروض

❷... مصرعه ----- ابتداء + حشو + ضرب/عجز

ددي پورتنی تړون نه مونږ په آسانه دا اندازه لګولي شو چی د مطلع په شعر کښی د قافیه ځائ " عروض او ضرب " دواړه دی. او په نورو شعرونو کښی "ضرب/ عجز ". 

د قافیه د ځائی پیژندنی نه پس د هم قافیه لفظونو پیژندنه هم ضروری ده. دري قسمه لفظونه یو بل سره د قافیه په طور راتلے شی. 

❶.. هغه لفظونه چی پخپله د یو بل نه جدا وی او معني ئی هم جدا وی. لکه… جانان ----آسمان ---- ځان یا ګلاب ---- کتاب ---سراب. 

❷.. هغه لفظونه چی پخپله د یو بل نه جدا وی خو معنا ئی یوه وی، لکه… ځان او جان. 

❸.. هغه لفظونه چی پخپله یو شان وی خو معنا ئی جدا جدا وی، لکه… لور ---او ---لور . (درانتی او اړخ یا طرف)

د هم قافیه لفظونو " حرفونه " جدا جدا حالتونه لری. ځکه د علم عروض استاذانو دغه حالتونه په نهه برخو کښی ويشلي دی. چي په دي ډول دي. 

❶ حرف ردف ❷ حرف قید ❸ حرف دخیل ❹ حرف تاسیس

❺ حرف روی

❻ حرف وصل ❼ حرف خروج ❽ حرف مزيد ❾ حرف نائره 

په دي ټولو حرفونو کښی قوی حیثیت د "حرف روی " دے. حرف روی که چرته د قافیه د لفظ په مینځ کښی راشی، نو د حرفونو څلور حالتونه به د "روی " نه وړاندی او څلور به وروستو راځی. خو دا ضروری نه ده چی په هره قافیه کښی دي دا ټول حالتونه موجود وی. البته دا یو فطری تقاضا ده چی په دي کښی به څه نه څه خامخا په قافیه کښی په نظر راځی. 

راځۍ چی د بره ذکر شوؤ حرفونو لږ په تفصیل سره جاج واخلو. چونکی قوی حیثیت د روی دے ځکه زهٔ د روی نه شروع کوؤم. 

❶.. حرف روی، روی د قافیه د لفظ وروستنے حرف، چی په هم قافیه لفظونو کښی بیا بیا راځی. لکه څنګه چی اوئیلي شو، چی په قافیه کښی قوی حیثیت د روی دے۔ دا ځکه چی روی د قافیه اصلی حرفونو ته وائی.لکه د جانان، اسمان او نادان لفظونو کښی حرف " نون " یا مور، خور، او کور لفظونو کښی حرف" را ". 

خو، که چرته د اصلی حرف په ځائی وصلی… فاعلی یا نسبتي حرف راشی، نو هغه هم د اصلی حرف په شان شمیرلے کیږی. د مثال په توګه که د وفا، صبا، یا دنیا قافيو سره ښکلا لفظ راشي، د ښکلا ماده چونکی ښکلے دے. نو دلته یئ الف فاعلی شو. هم دغسی د پیښور نه پیښورے… پاکستان نه پاکستانے… لفظونو کښی حرف یا… یائے نسبتي ده. دا که اصلی یا سره راشی نو هم به حرف روی شمیرلی شی. 

❷.. حرف ردف، د حرف روی نه وړاندی که چرته حرف علت ساکن وی او ددهٔ نه وړاندی موافق حرکت هم وی نو دغه حالت ته حرف ردف وئیلے شی. 

د علت معنا ده، ناجوړتیا. په ناجوړتیا کښی د مریض د خلي نه په غیر ازادي توګه " وائے " آواز راوځي. ځکه دغه حرفونه ته چی واؤ… الف… یا دی او وائے تری جوړیږی، د علت حرفونه وائی. 

په قافیه کښی که چرته "واؤ "ساکن وی او په وړاندی حرف د پیښ -ُ علامت وی، لکه نُور.... طُور -----دغسی که الف ساکن وی او وړاندی حرف باندي د زبر -َ علامت وی لکه کَار... تَار ----هم دغسی که یا ساکن وی او وړاندی حرف لاندی د زیر -ِ علامت وی لکه تدبِیر.... زنځِیر --- نو دا هغه موافق حرکتونه دی چی حرف ردف ورته وائی. دلته دا خبره هم یاد ساتل پکار دی، چی که چرته حرف علت ساکن وی خو د حرف علت... واؤ، الف، یا... نه وړاندی موافق حرکت نهٔ وی، نو حرف دغه حالت ته بیا حرف ردف نه بلکښی حرف قید وئیلے شی۔ 

❸.. حرف قید، هم د حرف روی نه وړاندی ساکن حرف ته وائی. په حرف ردف او حرف قید کښی فرق دا دے. چی په حرف قید کښی د صحیح حرفونو نه یو حرف ساکن وی. او په حرف ردف د علت د حرفونو نه یو حرف... د واو، الف، یا نه علاوه نور ټول صحیح حرفونه دی.... ګويا د علت د حرفونو نه علاوه که کوم حرف د روی نه وړاندی ساکن وی، نو هغه به ارو مرو حرف قید وی.. لکه سخت، تخت، رخت لفظونو کښی"خا" چی د حرف روی یعنی تا نه وړاندی ساکن دے. 

ددي نه علاوه که په وړاندینی حرف غیر موافق حرکت والا علامت راشی نو د علت حرفونه که ساکن هم وی خو هغه به د حرف قید په قطار کښی راځی لکه چی پورته یئ ذکر شوي هم وو


کله کله داسی قافیه هم راشی چی په هغی کښی د روی نه وړاندی دوه حرفونه ساکن وی. دغه حرفونو ته دوه نومونه ورکړیشوی دی. د روی په نسبت ورته... روی مضاعف... او د ردف په نسبت ورته ردف زايد وئیلے شی. لکه... څاښت... زغاښت... قافيو کښی. تا... حرف روی ---ښ.... ردف زائد او الف.... روی مضاعف بللے کیږی.


د قافیه هیئت پیژندلو لپاره اسانه طریقه دا ده. چی کوم حرف په قافیه کښی بیا بیا راځی. ددغه حرفونو حرکتونه او سکون هم بیا بیا راځی. لکه فرْدْ او درْدْ قافيو کښی وروستنی دوه حرفونه ساکن دی او د دواړه قافيو وړومبنی حرفونه، فا.... او... دال، مفتوح دی. د قافیه بندئ په وخت دا خیال ساتل هم پکار دی. چی په هره قافیه کښی د حرفونو بدلون خو امکان لری، لکه پورتنو دواړه قافيو کښی د... فا او دال... بدلون، خو د حرفونو حالت، هغه د سکون حالت وی او که د حرکت حالت، دغه به پخپل ځايي قایم پاتی وی. یعنی دغه حالت که مفتوح وی او که مکسور تر اخره به برقراره پاتی وی. 

❹.. حرف دخیل، حرف روی نه وړاندی داسی متحرک حرف، چی د هغهٔ نه وړاندی الف ساکن وی، حرف دخپل بللے شی. لکه… مائل ---سائل یا کاهل … او… جاهل قافيو کښی بالترتیب همزه او ها، چی وړاندی تری الف ساکن دے. که چرته حرف دخیل په هره قافیه کښی پرله پسی راشی. نو دي سره د قافیه ښکلا، صوتی هم اهنګی، او غنائیت یو په دوه زیات شی. او که دغه تکرار قایم پاتی نه شی نو صوتی هم اهنګی او غنائیت به کم ضرور شی. خو قافیه پری عیب ژنه کیږی نا. لکه د کاهل، جاهل قافيو سره باطل، غافل، کامل الفاظ هم راتلے شی


❺.. حرف تاسیس، د حرف دخیل نه وړاندی چی کوم الف ساکن وی لکه مائل، سائل قافيو کښی، نو دغه الف ته حرف تاسیس وائی. حرف تاسیسی همیشه الف وی بل کوم لفظ حرف تاسیس نه شی کیدے۔ او بله دا چی د حرف تاسیس تکرار په قافیه کښی ضروری نه وی. 

تر دی ځایه دهغه لفظونو ذکر اوشو چی په قافیه کښی د حرف روی نه مخکښې راځی. اوس هغه حرفونه چی د حرف روی نه وروستو راځی. 

❻.. حرف وصل، هغه حرف چی په قافیه کښی د حرف روی نه متصل وروستو راشی. لکه لیونی، خندنی، سپیلنی، غرسنی قافيو کښی نون حرف روی او یا حرف وصل دے۔ 

❼.. حرف خروج، که چرته په قافیه کښی د حرف وصل نه پس هم کوم لفظ راشی نو دغه ته حرف خروج وائی. لکه رامبیل، چامبیل قافيو کښی با حرف روی.... یا حرف وصل.... او لام حرف خروج دے. 

❽ حرف مزيد، د حرف روی نه پس که چرته په قافیه کښی دریم حرف هم راشی نو دغه ته حرف مزيد وائی. لکه سنګین، رنګین قافيو کښی نون حرف روی.... ګاف حرف وصل... یا حرف خروج... او نون حرف مزيد دے. 

❾.. حرف نائره، په قافیه کښی که چرته د حرف مزيد نه په مخه بل حرف هم راشي یو وی او که دوه... یا هر څومره چی وی. ورته حرف نائره وييل کیږی. 

دا وو د قافیه جاج! په آخر کښی به دا عرض اوکړم چی دا لیک د علم عروض د استاذانو لپاره نه دے، بلکښی دهغه کسانو لپاره دے چی لکه زما غوندی د قافیه د علم نه هم ناخبره دی. استاذانو ته خواست دے، چی که څه کمے زیاتے، یا څه سپوره ستغه خبره پکښی وی نو هغه به زما د کم علمۍ له کبله وی. هیله لرم چی د عفوي قلم به پری راکاږۍ

منقول

Elm E Qafia. What Is Qafia? Learn Pashto Literature and Poetry. Complete Uses Of Qafia In Poetry Explained. Pashto Times Learn Pashto. Learn Pashto Poetry Qafia. Pukhto zda kra.

Comments