Ghani Khan Aw Ulamaa. Pashto Article By Maulana Khanzeb
غني خان او علماء
په کال 1928 کښې د پېښور په شاهي مهمان خانه کښې د جمعيت علماء هند کليزه غونډه وه پيرنګېانو اجازه نه ورکوله خو صاحبزاده عبد القيوم ته د جمعیت علماء هند غړو خواست اوکړو هغه د صوبې حاکم ،جارج روس کېپل ، سره خبره اوکړه او اجازه ئې تړې واخيسته پدغه غونډه کښې مولانا محمد علي جوهر ، مفتي کفاېت الله ، مولانا ظفر علي خان ، مولانا حسرت موهاني ، مولانا حسېن احمد مدني ، او ګڼ شمېر نور د هندوستان مشرانو ګډون درلود.
پدغه غونډه کښې باچاخان او دهغه مرګرو ته هم بلنه ورکړل شوې وه باچا خان او مقصود جان چې د آزاد سکول اتمانزو مشر وو د ېو څو زده کونکو سره ئې پدغه غونډه کښې ګډون اوکړو .
غني چې ددغه سکول زده کؤنکې وو پدغه وخت کښې عمر ديارلس کاله وود پښتنو په ټولنيزو ستونزو ئې ډېر ښه تقرير اوکړو غني خان پخپل تقرير کښې دا خبره هم اوکړه !
زمونږ علماء ته خواست دې چې اوس هم وخت شته راوړاندې شئ او د پښتنو سمه لار ښؤونه اوکړئ پښتانه د جهالت په تورو تېارو کښې ډوب پراته دي که د هند علماء د پښتنو خېر نه غواړي دا د خېر کار نشې کولې نو بېا په جار اووائې چې د اباسین نه راپورې خلک د هندوستان اوسيدونکي نه دي او زمونږ د دوئې سره هيڅ کار نشته.
سرچینہ ۔
د غني خان ژوند او زمانه.
ډاکټر سېد وقار علي شاه.
مولانا خانزیب۔
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.