Skip to main content

How Afghan Bank Notes made Accepted by Mullas

 Afghan bank Notes were strongly Opposed by Mulas as Haram for having King Zahir Shah Pictured.

د افغانۍ په اړه تاریخي روایت

په کال (١٣١٨) کې د افغانستان بانک له جوړېدو سره سم د افغانستان دولت خپل اساسي او معیاري نوټونه چاپ کړل. 


دغه نوټونه د وخت پاچا ظاهرشاه له عکسونو سره چاپ شول چې په نتیجه کې یې د هیواد په ځیني روحاني حلقو کې د مخالفت یو لړ ګنګوسې راولاړې شوې چې ګواکې له عکس لرونکو نوټونو سره لمونځ نه کیږي


دا ګنګوسې د وخت مقتدر او مستبد او ورسره مدبر صدراعظم محمد هاشم خان غوږونو ته هم ورسېدې، بې له دې چې دولت غبرګون وښي او یا بیړنی اقدام وکړي یوه پاخه تدبیر ته یې لاس وغځاوه او هغه دا چې په شاهي ارګ کې یې د قرآن عظیم الشان د یوه شانداره ختم ترتیبات ونیول او د هیواد نامتو عالمان او ملایان یې ختم ته راوغوښتل، د قرآن کریم له ختم وروسته یې پرټولو راغلو عالمانو یو، یو پاکټ نوټونه وویشل، دوي ټولو په خپلو جیبونو کې کیښودل، بیا د غرمې ډوډۍ وخوړه شوه، تر ډوډۍ وروسته اذآن وشو او په جمع د ماسپیښین لمونځ ادا شو او تر لمانځه وروسته ټول راغلي ملایان او عالمان خپلو کورونو ته ستانه شول


په دې توګه له تصویر لرونکو نوټونو سره په جمعې لمونځ کولو وروسته د مخالفت ګنګوسې غلې او بې له دې چې د وخت ملایان یا حکومت تشدد ته لاس واچوي د مصورو نوټونو د ”چلند“ موضوع حل شوه.

حشمت الله عتید


Afghan bank Notes were strongly Opposed by Mulas as Haram for having King Zahir Shah Pictured. But It was Prime Minister Hashim Khan who made Clergy to accept notes very smartly. 


Comments