How Greek God Hephaestus Made Followers. Pashto Info and Satire
By Faisal Zalland
د مریدانو پیدا کول
اسد الله غضنفر
په تېرو هېرو زمانو کې اپسیتوس نومي کس ته هوس ورپیدا شو چې خلک د خدای په سترګه ورته وګوري. ده ګڼ توتیان په یوه لوی قفس کې واچول او د دې خبرې کول یې ورزده کړل چې: اپسیتوس خدای دی
اپسیتوس روزل شوي توتیان خوشي کړل او له دې وروسته خلکو په ونو او باغونو کې له ناستو توتیانو د ده د خدایی خبره واورېدله
خلکو یې لمانځنه پیل کړه.
ځینې قلموال یا نور کسان چې د شهرت او عزت بې حده شوقیان وي، د اپسیتوس غوندې توتیان ساتي او هغوی بیا هر چېرته وایي چې د پلاني ساری نشته
افسانه وایي چې یوه هوښیار یوناني توتیانو ته دا خبره ور زده کړه: « اپسیتوس مونږ په قفس کې واچولو او مجبور یې کړو ووایو چې اپسیتوس خدای دی
دې شي هغه رسوا کړ
مخکې تر دې چې خلک، کره کتونکي یا مورخان د هوښیار یوناني نقش تر سره کړي، د مریدانو شوقي لیکوالو او شاعرانو ته پکار ده چې د اپسیتوس له افسانې عبرت واخلي او توتیان ونه روزي بلکې همدا خواري له خپل هنر سره وکړي او ځان وروزي
How Greek God Hephaestus Made Followers. Pashto Info and Satire
By Faisal Zaland
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.