Ghazal. Kale Khabar de che Sook Di Wana Wene. Ma za sahar de che sook di wana Wene.
Poet. Sahib Shah Sabir
Book. Qamatuna Qiamatuna
غزل. صاحب شاه صابر
کلی خبر دې څوک دې ونه ويني
مه ځه سحر دې څوک دې ونه ويني
زما د هر سړی نه يره کيګي
په چا باور دې څوک دې ونه ويني
په هر ګټ پير د نظرونو څوکۍ
هر خوا خطر دې څوک دې ونه ويني
په دې شکمنه بلۍ مه ودريږه
وخت ماځيګر دې څوک دې ونه ويني
قيصې پريګده لنډه خبره کوا
لار ده, ګودر دې څوک دې ونه ويني
خواته مې مه راځه بدنامه به شې
صحرا ده,غر دې څوک دې ونه ويني
په دې کوڅه کے مخامخ صابره
د جنان ور دې څوک دې ونه ويني
زما صابر🥀

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.