Skip to main content

Kha Hagha Che Ye Rang, Kha ye Jamal day. Khattak Baba

 Ghazal. Kha Hagha Che Ye Rang, Kha ye Jamal day. 

Poet. Khushal Khan Khattak Baba 


ښه هغه چې ښه ئې رنګ ښه ئې جمال دے

ښه هغه چې په قوت د هر چا سيال دے


ښه هغه چې په ميراث خاني ميری کا

فراغت بې غمه ناست صاحب اقبال دے


ښه هغه چې که احمق وي که جاهل وي

په طالع په تخت صاحب د ملک و مال دے


ښه هغه چې په رشوت قاضی ګري کا

په مسند د قضا ناست په قيل و قال دے


ښه هغه چې ډېر لشکر ورپسې درومي

ډير يې کبر ډير يې جاه ډير يې جلال دے


ښه هغه چې په مجلس د ملوک ناست وي

تمامی عمر يې زيست روزګار ټيټال دے


په عالم کښې بدی نشته واړه ښه دے

چې و بدو وته روغ دے يو خوشحالؔ دے



___________________

خوشحال خان خټک

ارمغانِ خوشحال _ ۶۲۵

Selection From Armaghan e Khushal

Different Pashto Difficult Words With Meanings

طالع(عربی) _ بخت، ستاره، قسمت، نصيب


قضا(عربی) _ حکم، فرمان


مسند(عربی) _ اصلي کښې دوې معنی کوي. 

۱_ د بل چا سند نه بيان شوې بيان

۲_ چې تکيه په وهې، ټيک په لګوې



قيل و قال _ ګفتګو، خبرې اترې، بحث و مباحثه


ملوک _ د ملک جمع ملوک

ډير باچاخان، سلاطین، حسین، جمیل


زيست(فارسي) _ وخت تېرئ


ټيټال(کره پښتو) _ چاپلوسي کول


Pashto Times. Khushal Baba Poetry Explained.

Ghazal. Kha Hagha Che Ye Rang, Kha ye Jamal day. 

Poet. Khushal Khan Khattak Baba 


Comments