Skip to main content

Khudaya Dase Yow Watan Ba Di hm jor Wo. Pukhto Nazam Dua

 Khudaya Dase Yow Watan Ba Di hm jor Wo. Pukhto Nazam Dua


خدایه داسې يو وطن به دې هم جوړ و

...

خدايه داسې يو وطن به دې هم جوړ و

چې له دې دنيا نه لرې وای، ډېر لرې

دومره لرې چې هيڅ شناخت يې تر منځ نه وای

ان چې نه راتلی د دې دنيا کوترې

...

داسې ملک وای چې ټيګور پکې پاچا وای

مولانا پکې د ټول وطن امام وای

چې قاضي پکې سقراط وای، یا منصور وای

افلاطون له جمهوريته جوړ نظام وای

...

شين ځنګل او کروندې او شنه باغونه

ښکار په ټولو روایاتو کې حرام وای

ژوند تر ټولو بهترينه سرمايه وای

فرض د ټولو مخلوقاتو احترام وای

...

موسيقي وای، هنرونه وای او لوبې

انسانيت په هر مسلک کې یو مضمون وای

عدالت مو د قانون هره ماده وای

عاطفې مو پیغامونه د ژوندون وای

...

چې چاپلين د ماشومانو وای روزونکی

کتابونه یې لاسو کې د جبران وای

په هر کور کې راته ناست نوشيروان وای

او قومي مشر د ټولو غفار خان وای

...

سمندر پکې وهلی خپله لاره

لمر صحنې د ظلم هيڅ نه وای لیدلې

هوا نه وای غشي، تورې زخمې کړې

وای مو ځمکه له جنته هم وياړلې

...

وای د هغه ملک وګړي دغه خلک:

چې دي ستړي له سیاست او فریبونو

استبداد يې وینې زبېښي یا زبېښلې

دا چې دلته اواره دي په ملکونو

...

دا دنيا دې بيا چنګېز ته مبارک وای

خير دلته که بیا هر سړی قارون وای

د فرعون له خدايي به وو موږ لرې

او نمرود دې ستا دوښمن خوار او زبون وای

...

سره پاتې دې دنیا کې هغه ټول وای

چې د یو و بل داړلو نه کړل ستړي

چې په ظلم يې هيڅ تنده نه ماتېږي

دا له شر او له فریبه جوړ وګړي

...

خدایه داسې يو وطن به دې هم جوړ و

بس له دې دنیا چې بېل یو بل جهان وای

اوسېدلی پکې ستا بېنوایان ټول

پوره کړی دې زموږ دا يو ارمان وای


#اسمعیل_لاروی




Comments