Skip to main content

Khushal Khan Khattak Baba Ghazal. Composed In 2022

 Khushal Khan Khattak Baba Ghazal. Composed In 2022


څو په باغ کې لا يو ګل د نوبهار شته

د بلبلو، د توتيانو پرې چغــــار شــــته


نن دې غم له مانه ځان ساتي که ښه/څه کا

چې په سيل د بهــــــار راســره يــــار شــته


ګل و مل، ساز و سرود، ساقي سرې سترګې

لا به ډېر عالم رسوا کا چې دا چــــــــار شته


د ګلونو په موسم کې خوار هغــــــــه دی

چې يې نه پياله په لاس نه يې نګار شته


نن هغه شــــــاه جهان د زمـــــانې دی

چې دسته يې د ګلونو په دستار شته


چې نا اهــــل په غفلت وربانــدې نه ځـــي

ځکه وصل د هر ګل په څنګ کې خار شته


نن خوشاله! د زړه داد د عشرت ورکـړه

دا څو ورځې غنيمت دی څو ګلزار شته



Comments