Khushal Khan Khattak Love For Kabul. Pashto Poetry
خوشحال خان خټک او د کابل سره دده مینه
د کابـــــل ميـــــوې خــــوراک دى د توتيانو
پرې خواره شــول تور کارغان له هندوستانه
بل ځاي وايي
نــــور باغـــونه د نوروز پــه ورځ غـــــوړیږي
په اهـــاړ کـــــې غوړبـــــده د کابـــــــل باغ
هغـــــه باد چـــــي کابــــــل خېــــــز دی
پـــــر مـــــا واړه عنبــــــــر بېـــــــــــز دی
چــــــې را یــــــا کـــــا څــــــوک کابــــــل
پـــــــه ګـــــوګـــــل مــــي شــــي غلبــل
دا بعضی شعرونه خوشحال بابا هغه وخت ویلي چې دئ د هند د مغلی کورنۍ پنځم واکمن شاه جهان په دربار کې نواب وو چې په “خوشحال بیګ” سره ملقب وو او د شاه جهان سره کابل ته راغلی وو د شاه جهان د راتګ موخه کابل ته د بابرشاه د مقبرې جوړول او په باغ نوروزی چې اوس په ( باغ بابر ) سره مشهور دی د یو کوچنۍ او سپین رنګه مرمرو ډبرو څخه د جومات تاسیس وو. چې اوس په مسجد شاه جهان سره مسما دي د خوشحال خان خټک مناسباب د مغلو سره هغه وخت خراب سول چې د شاه جهان تر مړینې وروسته د هغه دریم زوی اورنګزیب د هند واکمن سو
چې وايي
و ﻣــﻐــﻮﻟــــﻮ ﺗـــــﻪ ﺧـــــﺒﺮې ﭘــــﻪ ورﺑـــﻮز ﻛــــړم
ﺳــﺮ مې ﭘﺮېــﻮزه ﻛــﻪ ﺑــﻪ ﺳر ورﺗــﻪ ﺑﻴـﺎ ﻛـوز ﻛــړم
مــــا بــــه ژامــــې داورنـــګ وای ماتــــې کړې
ولــــې څــه وکړم پښتـــون واړه بـــې ننګ دی
د فساد فکر مې نشته خداي حاضر دي
خپل ساعــــت به تیروم عمـــر اخـر دي
اطاعـــت به د اولی الامـــر ځکـــه نکړم
خلیفـــــه د زمانـــــې په زړه کافـــر دي

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.