Rahmat Shah Sayel kalam.
Laka Shabnam me lag da khpal makh pa kitab
Pashto Singer. Hamyun Khan
غزل _ رحمت شاه ساؔئل
لکه شبنم مې لږ د خپل مخ په ګلاب پرېږده
ما ډوبېدو ته د رنګونو په دریاب پرېږده
وخته په سر مې د رقیب په شان مه ودرېږه
لږ مې د یار سره په سوال او په جواب پرېږده
د محبت ځواني مې چل د ستومانۍ زده کوي
لږې دې زلفې په مخ نورې پېچ او تاب پرېږده
هر څو که ورک یو له بله د بیلتون په دشتو
ماله په سترګو کې قطره نیمه شراب پرېږده
زمونږ حجرې اخر حجرې دي جوماتونه نه دي
ناصحه ګوتې مې نغمې ته د رباب پرېږده
په موده پس شو مخامخ وخت مو په لاس کې نشته
یار وې دیدن وکړه حساب پرېږده کتاب پرېږده
چې لږې خاورې په سر باد کړي لږه ساه واخلي
لږ د کوڅې ته خپل سایل خانه خراب پرېږده
_____________
رحمت شاه ساؔئل

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.