Pashto Alphabets Ye, Ya, Yee, Yhe, Yai, Yaye.
Learn Pashto Script
پښتو ژبه کښې د ي ګانو ستونزه
د پښتونخوا د پښتنو دپاره
پښتو کښې هم د اردو پشان د تلفظ پۀ لحاظ درې ي ګانې دي.
لکه ي، ے، ئ
1
ي
دا اردو کښې بغیر ټکو(ی) لیکلے شي. لکه آدمی
د پېښور پوهان هم دې دپاره ټکي ضروري نه ګڼي. پښتو کښې دا "ي" اکثر د جمع الفاطو پۀ اخره کښي راځي. لکه:
سړي یا سړی. Men
لرګي یا لرګی. wood
پۀ مینځ کښې هم راتلے شي لکه
خیرن: ګنده
dirty
2
ے: دا "ے" هم د اردو د "ے" پشان اواز لري. لکه اردو بړے (لوئ). پښتو کښې دا "ے" د مفرد نارینه نومونو پۀ اخر سر کښې راځي
لرګے، Wood
سړے، Man
زمرے، Lion
3
ئ. همزه والا “ئ“ هغه چرته استعمالیږي، چرته چې د ي نه زور، مطلب د زبر اواز مخکښې راشي
لکه اردو کښې یو لفظ دے مکئ (جوار). خو پښتو کښې داسې الفاظ ډېر زیات دي. ددې الفظو دوه قسمه دي. یو مونث نومونه دي. لکه، جینئ، بلئ، لکئ، ابئ، کوچئ او نور پۀ زرګونو نومونه. دویم. چرته چې مونږ چا ته پۀ ادب سره دعوت ورکوو. لکه تاسو ډوډئ له راشئ، لاسونه اووینزئ. او داسې نور
زمونږ د ښاري خلکو پۀ تلفظ کښې یوه مسله ده، او هغه دا چې هغوي ددې "ئ" او د مفرد مذکر (ے) پۀ تلفظ کښې فرق نشي کولے. د هغوي ژبه داسې ده. ډوډے له راځے. لاسونه اووینځے. یا ښځینه نومونه داسې وایی. لکه جینے، ابے، کوچے، بلے، لکے. دې وجې نه هغوي پۀ ي ګانو کښې سخت پساؤ وي
دویم: د پښتو نوې ي ګانې. دا دوه ې ګانې دي. اول پښتو کښې د زیر دپاره هم مخصوص (ې) کارولے شي. لکه پِشاور پۀ پښتو کښې پېښور لیکلے شي. عربي لفظ قِصه پښتو کښې قېصه لیکلے شي
دغسې نور الفاظ چې مخکښې به زیر سره لیکلے شو وس پۀ مخصوص( ې) لیکلے شي. لکه، سرِ کپړِ وس سرې کپړې لیکلے شي. یا شنِ پاڼِ وس شنې پاڼې لیکلے شي. دغسې سرې لبمې، تورې جنډې، پخې مېوې او بلها نور الفاظ. دلته هم یوه مسله راځي چې زمونږ د ښاري خلک پۀ لیکلو کښې غلطیږي. لکه سرې لمبې پۀ ځائ سرے لمبے لیکي
2
ښځینه یا لکۍ والا ۍ
د یې دا قسم (ۍ) یوازې زنانه نومونو ته خاص شوے دے. لکه جینئ پۀ ځائ جینۍ لیکل ، لکئ پۀ ځائ لکۍ لیکل سم ګڼلے شي. راشئ، لاړ شئ، کښېنئ وغیره چې حکمیه جملې دي، پۀ خپل ځائ سمې دي. او لکۍ والا ۍ باندې ددوي لیکل ناسم ګڼلے شي
3
کابلۍ ی. د کابل لیکوال د اوږده يې (ے) پۀ ځائ هم غونډه يې (ی) کاروی
لکه سړے
man
، سړی لیکي. او بیا سړی men پۀ ځائ سړي لیکي. مطلب د هغوي "ے" پۀ "ی" بدلوي او "ی" بیا پۀ "ي" ته بدلوي
د کابل او پېښور د ي ګانو فرق صرف پۀ لیک کښې دے تلفظ دواړه ځائ یو شان دے
Khurshed Iqbal Yousafzai.
Pashto Times. Pashto Learning Online. Pashto Ye, Yee Etc. Pashto alphas Uses. Vowel In Pashto Language Script. Pukhto lekal. Writing Pashto. Reading Pashto. Pukhto lostal. Da Pukhto Ye Gani. Pashto Alphabets Ye, Ya, Yee, Yhe, Yai, Yaye. Accents and Pronunciations of Pashto Vowel Alphabets Ye, Yay, Yai
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.