Letter to God. Pashto Translation Of Letter To God.
خدای ته لیک
د پوسته خانې یوه کارکوونکي هغه لیکونه کتل، چې ادرسونه/پتې پرې نه وې لیکل شوې. ناڅاپه يې یو لیک ته پام شو، چې پرې لیکل شوي وو: "خدای ته لیک!"
لیک يې پرانیست. کښل شوي وو: "مهربانه خدایه! دوه اتیا کلنه کونډه یم. د تقاعد په لږو پیسو مې ګوزاره کېدله؛ خو پرون راڅخه چا د پيسو کڅوړه پټه کړه، چې سل ډالره په کې وو.
دا زما د یوې میاشتې خرچه وه. راتلونکې یکشنبه اختر هم دی. دوه ملګرې مې ماښامنۍ ته دعوت کړې وې. نو پرته له پیسو نه شم کولای خواړه ورته برابر کړم. هېڅ څوک هم نه لرم، چې پور ترې واخلم. مهربانه خدایه! یواځینۍ هیله مې تاته ده. ته مې مرسته وکړې ...!"
کارکوونکی ډېر اغېزمن شو. لیک یې خپلو همکارانو ته وښود. هر چا تر خپلې وسې کومک وکړ. ټول "۹۶" ډالره شول. پیسې یې کونډې ته ولېږلې.
کارکوونکي خوښ وو، چې نېک کار یې وکړ. له اختر څو ورځې وروسته بل لیک په هماغه عنوان راغی
ټول راټول شول، چې لیک ولولي. دا ځل پرې داسې لیکل شوي وو: "مهربانه خدایه! نه پوهېږم، څنګه درڅخه مننه وکړم؟ ستا په لطف مې وکولای شول د مېلمنو قدر وکړم. خو په پيسو کې ۴ ډالره کم وو. ډاډه یمه چې هغه د پوسته خانې کارکوونکو پټې کړي دي
ژباړه ـ ریاض مقامزی
Letter to God. Pashto Translation Of Letter To God. Widow letter to God To Ask For 100 Dollars
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.