Muhabatuno Ta Ozgara Na Wa
Zama Khatono ta ozgara Na Wa
2. محبتونو ته وزګاره نۀ ده
زما خطونو ته وزګاره نۀ ده
د كور كارونه يې پۀ سر پراتۀ دي
نورو كارونو ته وزګاره نۀ ده
هغه د خان كور كې نوكره جينۍ
هغه خالونو ته وزګاره نۀ ده
هغه د مينې نه منكره نۀ ده
خو قسمونو ته وزګاره نۀ ده
هغه نكريزې ګدي د چم جونو ته
خپلو لاسونو ته وزګاره نۀ ده
سر کې يې ګرځي له زما خيالونه
نورو خيالونو ته وزګاره نۀ ده
لکه زما کوي روزګار د مينې
له نفرتونو ته وزګاره نۀ ده
صنمه تاته چې نامه ګل كړي ستا
له رومالونو ته وزګاره نۀ ده
تاج ولی صنم
Pashto New Ghazal 2022 By Taj Wali Sanam. Pukhto Shayeri. Pashto Love Poetry. Tajwali Sanam Ghazal. Pukhto SMS, Pashto SMS Poetry. Pashto Times. Lyrics Of Love in Pashto
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.