No Kafir Di Shama. Haroon Bacha Ghazal Lyrics.
Type and Genre. Ghazal Song
Poet. Ali Akbar Sial
Singer. Haroon Bacha
که بې له تا مې زړۀ درزېږي نو کافر دې شمه
که مې په ژوند کې ساه غړېږي نو کافر دې شمه
لکه غنم مې پسې زړۀ له غمه ټک وچاودو
که به مې رزق ته زړۀ کېږي نو کافر دې شمه
که د تمامې دنیا ښکلي یو غونچه شي د ګل
که ستا د مخ سره جوړېږي نو کافر دې شمه
بس ددی يو صنم سجده راته روا کا ربه
که سر مې بل بت ته ټيټيږي نو کافر دې شمه
بې ستا د یو څاڅکي خمار،خمار نظر جانانه
که مې په سیند تنده ماتېږي نو کافر دې شمه
تا دې بڼو په چړو سیال داسې غوڅ کړی نۀ دی
درد که یې لږ هم قرارېږي نو کافر دې شمه
اکبر سیال
One of my favourite ghazal of all time
ReplyDelete