Skip to main content

Oor ghani khan

 ٢۔  اور 


ګنهګار يم ګنهګار يم

هم د خداى هم د دلدار يم

بې وفا په محبت کې

نفس پرست او بې اختيار يم

مينه مينه په خوله وايم

مينه نه لرم حيوان يم

نه مې لوظ نه مې قسم شته

نه ميين په يو جانان يم

چې کوه ځاى ځواني او رنګ وي

چې کوه ځاى د ګنګرو شرنګ وي

چې د چا د تمبل ټنګ وي

نو زما ورته غورځنګ وي

يو مکه د مسلمان وي

د کافر يو بتخانه

هره ورځ زه بدلومه

نوې نوې ميخانه

هم مې مينه ده بې پته

هم ګناه مې بې وفا ده

چې مې کومه مخامخ وي

زه وايم دا زما ليلا ده

کله لاړ شمه جومات ته

په سجدې په زارۍ پرېوځم

يو سور اور مې دى ګوګل کې

ما سوځوي دننه بهر

نه دى يخ شو، نه دى کم شو

چې دا اور دى که سقر

که ساقي د کوه قاف وي

که شراب وي د شېراز

بس پيکه مې ترې زړګى شي

چې معلوم يې کړمه راز

که ماښام وي که سپوږمۍ وي

که وي راز او که نياز

روح مې تنګ لکه لحد کړو

که وي سوز او که وي ساز

دا زه څه پسې حيرانه

سرګردان پريشان ګرځم

دا زه کوم خواته روان يم

په باغچه بيابان ګرځم

ګنهګار يم، ګنهګار يم

ادم خور يمه خپل ځان خورم

خپل ښايست خاورې کومه

اژدها يم خپل جانان خورم

دى په زړه دننه اور مې

ورو ورو تن لوګى لوګى که

دې اېرې کړه سره ګلونه

شين چمن لوګى لوګى که

دى د اور هسې خوراک که

نوى نوى امبار غواړي

نوى رنګ نوى محفل کې

نوى نوى خمار غواړي

دروغجن يم، درغجن يم

دا د قصده کوم فرياد

نه يم تنګ زه د دې اوره

زه په دې يمه اباد

زه به ده له خاشاک ګورم

که باغچه که بيابان وي

زه به ده ته لوګى کومه

که ځواني وي که جانان

دا د ده په شنو لوګو کې

زه اوربل د دلدار وينم

دا د ده په لمبو ګوره

زه سپوږمۍ او ګلزار وينم

دى زما په وينه پايي

زه د ده په لمبو پايم

دى زما وجود او ساه ده

زه د ده وجود او ساه يم

چې د ده پړق او شڼار وي

هلته ژوند هلته انسان وي

چې دى نې د خاورو ټوپ وي

پنډ خزله د ډېران وي

لېونى يم لېونى يم

نه مې سر شته نه سامان

نه په مينه مستۍ پوى شم

نه په سود او نه په زيان

عجيبه بېروه لار ده

عجيبه پرې ځي کاروان

که قدم اخلم غورځېږم

که ودرېږمه تاوان

عجيبه غوندې شراب دي

چې يې څښم لا تږى کېږم

عجيبه 'من او سلوا' ستا

چې يې خورم لا وږى کېږم

دا په زړه دننه اور مې

که يې وژنمه ورکېږم

که يې نه وژنم سوځېږم

لوګى کېږم، اېرې کېږم

لکه شمعه بد نصيبه

لا به سوځم، لا به مرمه

لا به ځان تالا کومه

لا به تور درياب له ځمه

بس دى بس که لېونيه

دا د ولې ولې باب

جام که ډک سترګې که پټې

ټنګوه دې خوږ رباب

ورنېږدې شه ورنېږدې شه

چې د يار شونډې شکرې

ورو په مينه مينه وکړي

دوه خوږې خوږې خبرې

تورې سترګې يې بلېږي

لکه شمغې د معراج

دغه سرو شونډو کې اور دى

اور دى هم د اور علاج

په سرو ګوتو کې جنت دى

که دوزخ دى که بقا ده

وايي سوځه سوځه، خانده خانده

ژاړه ژاړه، دا دنيا ده 


حيدر اباد جېل

١٩٤٨ 


#غني  خان

لټون : مخ يا صفحه (491 نه تر 496)

د غني کليات : مخ ګڼه (494_495_496)

#TheLegendGreatGhaniKhan

Comments