Skip to main content

Private TV, Radio Channels, Electronic Media And Pashto Language

 Private TV, Radio Channels, Electronic Media And Pashto Language


{ پښتو او د پښتو سره د اليکټرانک چينلونو ريډيوګانو رويه}

 

د يوټويب چينل  "  وافي " چلونکي ښاغلي شير عالم برکي پښتون والے ته سلام پيش کوم که هر څو د پښتو په نوم جوړې بلا  اليکټرانک  ملکي او غير ملکي  ټي وي او ريډيو چينلې دي. د پښتو په نوم يې کاروبار روان دوان دے او زمونږ د شاغرانو، اديبانو ، هنرمندانو استحصال يې روان کړې دے . زمونږ هغه دستورې ته چې لوے پښتون  نابغه غني خان د نوم سره منسوب د پروفيسر ډاکټر سيد وقار علي شاه کاکاخيل کتاب " عبدالغني خان ژوند او زمانه " د مخ کتنې علمي ادبي  دستورې ته  کوريج ور نه کړو په دغه دستوره کښې  د ژوند د بيله بيلو څانګو د نمائنده شخصيتونو سره په درځنونو د مختلو شعبو مشران  ايسوسي ايټيډ او اسسټنټ  پروفيسران ، انجئيران، د ايم فل او پي ايچ ډي سکالران ځوانان او پيغلې  شريکې وے.

خو شکر دے چې وخت په مخکښې تګ کړې دے د جديد ټيکنالوجۍ برکت دے  سوشل ميډيا ددغې ادارې اهميت آفاديت په آباسين لاهو کړې دے. د اللّٰه کرم دے چې د ژوند د نورو څانګو کښې ناستو شخصيتونو سره په سوشل ميډيا  د ښاغلي  شيرعالم برکي او ښاغلي شيرعالم شنواري په څير خلق شته چې د خپلې مورنۍ ژبې سره د جنون تر حده مينه لري په خپلو وسيلو يې ډيجټل کيمرې او هنرمندان راپيدا کړي دي  په سوشل ميډيا ، پرنټ ميډيا دغسې علمي ادبي دستورې د خپلو چينلونو په وسيله په  سوشل ميډيا دلارې  په نړۍ کښې خورو ، ورو پښتنو ته رسه وي ماته يو ځل د 1990 په لسيزه کښې محترم اجمل خټک بابا وئيل بچيه ته پخپله ميډيا يې بس پروګرامونه کوه ، دستورې راجوړه وه د ميډيا په دې مه خفه کيږه چې ماله ميډيا والا رانغلل د بابا خبره په ګل بدله او ما پرې عمل هم کړې دے خو د هغه وخت ميډيا او د نن ميډيا کښې فرق دادے چې د پښتو په نوم جوړې دي او د پښتو په نوم د  کروړونو اشتهارات اخلي نو دا دوي ذمه واري جوړيږي چې د پښتنو دغه رنګ علمي ادبي او کلتوري دستورو له وخت ورکړي  . ګرانو مينه والو دا عکسونه او ويډيوګان د وافي چينل روح روا ښاغلي شير عالم برکي په پښتنه مينه راجوړ کړي دي اللّه پاک ددې آجر ورکړي آمين 

په دې زه د  ورځ پاڼه وحدت پيښور  ورځ پاڼه هېواد پيښور ، ورځ آج پيښور " د ادب سراے " ورځ پاڼه شهباز پيښور ، آواز خيبر ، ورځ پاڼه پاکستان اسلام آباد ، مياشتيزه پښتون ، مياشتيزه ليکوال  او د ريډيو پاکستان د ايکسټرنل چينل ددې ټولو ادارو  مشرانو کارکونکو ادارو مننه کور ودانې وايم چې د نور کله په شان يې زمونږ علمي ادبي هڅو ته په درنه وکتل او زمونږ دې دستورې له کوريج ورکړو اللّه پاک دې راته دا ټول ژوندي سلامت لري آمين

هغه  اجمل  چې به د ځان سره  ژړله کله

نن ټول خلق د هغه محبوبه سندرې وائي



By Iqbal Hussain Afkaar

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso