Skip to main content

Pukhtana Aw Da Melmastia Sath Kawal.

 Pukhtana Aw Da Melmastia Sath Kawal.

By Tariq Naik

پښتانه ست کولو کې ډېر تکړه وي



خو ځينې يو رقم ست کوي ځينې بل رقم 

يو قسم خلک دي چې بيخي يې زړه نه وي 

چې ورسره پاتې شې کله يې چې د کور مخه 

راورسيږي درته به وايي خه سهي ده نو 

د چاى او ډوډۍ وخت هم نه دى ،

 سترګو ته به دې وګوري درته به وايي 

او تاته هم خوب درځي زه هم ډاريک ويده کيږم 

زړه کې به وايې  ښه د چاى او ډ ډۍوخت دى خو 

ځان دې غلى کړو 




بل قسم خلک دي زړه به يې نه وي خو له شرم نه 

درته ست کوي وايي ماسره نه پاتې کيږې ؟

چې ورته وايې نه مننه ځم ناوخته دى .

درته به وايي زه هم همدې وجې نه درته 

کلک نه شوم په مخه دې ښه سلامونه وايه 


بل قسم دي زړه نازړه وي لاس نه دې نيسي 

درته وايي پاتې شه خوشحاليږو 



ته به ورته وايې نه ځم مننه 

درته به وايي تر کوره دې ورسوم ؟

ته به وايې که لاره کې راته چا کمين نيولى 

چې دا مې تر کوره رسوي 



بل قسم خلک دي په اخلاص درته ست کوي 

وايي راځه په خداى که خبر يم چې څۀ به مو پاخه کړې وي خو څه چې تيار هغه د يار .تيار حجره کې توشکې هوارې دي ډوډۍ به وخورو چاى به وڅکو بيا ځه وروره نه دې ايساروم 


بل قسم خلک دي غيږ په غيږ شي درسره ته به ديخوا زورنه کوې هغه به اخوا زورونه وهي کش او،ګير کې به ورته به وايې ځم کار لرم ، درته به واي په خداى که لاړ شې که پاتې نه شوې مړى او ژوندى مو ختم ، په قسم که رانه لاړ شې ، په شين زور دې پاتې کړي😊

Comments