Skip to main content

Rangona Aw Ghani Khan Baba. Pashto Poem Ghani Baba

 Ghani Baba Aw Ranguna.

Colors And Ghani Khan


رنګونه_او_غنې ⁦❣️⁩


سپين سره مې نه لګې سپين دې د ريا رنګ

سپين دې د کفن رنګ سپين دې د فنا رنګ

سپين دې د ټګئ دستار، سپينې د سپی سترګې دې، سپين ئي جال او سپين ئي دام سپين دې د ملا رنګ


سپين سره مې نه لګې سپين دې د ريا رنګ


تور دی د شيطان لباس توره د انکار توراه،

تورې د غم سترګې دې تور دې د بلا رنګ،

تورې د مرګ پنجې دې تورې د بهوؤ دهاړې دې

 توره د ماتم جړۍ تور دې د ژړا رنګ



سپين سره مې نه لګې سپين دې د ريا رنګ


سور دې د ګلاب او د وصال او د خمار رنګ

سره دا د ځوانئ نشه سور دې د بهار رنګ

سور دې د پالنګ او د خوبونو د دلدار رنګ

سور تورو غمونو کښې د حسن او رڼا رنګ



سپين سره مې نه لګې سپين دې د فنا رنګ


شنې د غنې سترګې دې شين دې د وفا رنګ

شين د چمنونو او فصلونو او زلا رنګ

شنه د اميد پانړه ده شين دې د صبا رنګ

شين دې د سپرلې د خوشحالو او د خنده رنګ



سپين سره مې نه لګې سپين دې د ريا رنګ


Pashto Times.

Lyrics Of Ghani Khan Baba Pashto Poems.

Singer. Sardar Ali Takkar

Song. Rangona, Ranguna

Colors and Ghani Khan Baba. Pashto Poetry.

Comments