Skip to main content

Saaz Sho, Na Sooz Sho, bus Hase Jwand Tamam sho. Ghani Khan Lyrics

 Pashto Poem. Na Saaz Sho, Na Sooz Sho, bus Hase Jwand Tamam sho.

Poet. Ghani Khan Baba

Singer. Farooq Ustad

کلام : خان  عبدالغني خان

غږ   :  محترم فاروق استاد


زۀ یم ناست ځان له جانان   یو تصور کښې جوړومه

کله  یې  سترګې تورومه   ، کله یې شونډې ښکلومه


په دې  هر څه دې  راضي يم اے د تورو سپينو خانه 

ژوند څه مرګ مې هم قبول دے په  خندا يې قبلومه

 

زه یم ناست  د غم په  هار کښې  د رڼا بڅری  پییمه

خم  د رنګ کښې  لا خمار شته    زه ترې لپې ډکومه

 

د سخی ګوتو دې ځار شم څنګه ښکلی ویش دې وکړو

زه یو څاڅکے   خو ځیګر  کښې   دریابونه   ګرځومه


مرګه !    ځه  چرته  ورکیږه   زۀ   لا نۀ  يمه     وزګار 

خم   د رنګ    کښې لا خمار شته  زۀ تری  لپې ډکومه

 

خلق   وایې لاړ بوډا شو   غنی خپلې  مستۍ   وخوړ

زه یم ناست د  یار ویښتو کښې  د نرګس  ګلونه ږدمه

Comments