Skip to main content

Suliman Layaq Meeting Minutes With Ghani Khan Baba

 Afghan Pashto Poet Suliman Layeq hand Written Minutes about Meeting With Ghani khan Baba.

سلیمان لایق


د جون ۱۱-۱۹۹۲، چارصده


د عرفې ورځ: دارلامان(د غنی کور)


زه د ملاقات لپاره د پښتنو د مشهور شاعر غنی خان کور ته ورغلم. هغه تېره هفته د سږی په تکلیف په روغتون کې بستري شوی ؤ. غني خان په واقعي معنی شاعر دی. د ده ژوند، د ده یاغي عواطف، د ده آزادمنشي، د ده نازک خاطر چې د ډېرو کوچېنيو علتونو آزرده کېږي، دا گرد سره دی له نورو خلکو حتی له معاصرو شاعرانو ممتازوي.


کله چې زه ده ته ورسیدم، دی مریض فی‌الفراش ؤ، په زحمت یې سترگې پرانېستې، ما ته يې وکتل او سترگې يې را کې خښې کړې، یو څه وروسته يې وپېږندم. لکه کوچنی ماشوم هیجاني شو، په نوم يې مخاطب کړم، وې ويل:«دا ته يې، آیا واقعاً دا ته يې؟ ژوندی يې، باور مې نه ؤ چې بیا به تا ووینم. موږ ستاسې د قتل کېدو واورېدل او ډېر وځورېدو…»


ما ورته وویل:«ژوندی یم، نه پوهېږم چې د څه لپاره مې ژوندی ساتي. ښایي د لا رسوایي او د لا شرمولو لپاره…»


موږ ډېرې خبرې سره وکړې. په خبرو خبرو کې څو واره د غني اوښکې راغلې او زما په ژوندی پاتې کیدو یې شکر ویوست



هغه وویل چې شعرونه لا لیکې. ما وویل هو لیکم یې او وروستی شعر مې د کلاسیکو قصایدو په فورم کې د افغانستان د راپرزېدو په تراژیدی کې لیکلی دی او تا ته مې په خطاب پیل کړیدی او بیا مې د قصیدې اول بیت ورته ولوست



«دا زموږ د سترگو وړاندی غني گوره څه تېرېږي

یو باتور وطن نړېږي، یو جنگي ملت غرقېږي»


موږ ډېر یو د بل په زړه کې سره ننوتو د نابیان شویو مطلبونو پولو ته سره ورسېدو



ما غني ته وویل، زه اوس آواره شوی یم او د دې فرصت لرم چې ستا پر هنر، خصوصاً پر شعر باندې یو تحلیلي اثر ولیکم او ته چې لا تر اوسه د هنر لېوالو ته سم نه یې پېژندل شوی، ور ودې پېژنم



موږ د هنري همکاری او ملاقاتونو په باره کې تجویزونه وکړل او سره جلا شوو


(غرزی لايق)


Suliman Layaq Memories Of Last Meeting With Ghani Khan Baba 


Comments