Who Is Abdur Rahim Sarban?
Abdur Rahim Sarbaan Pashto Biography.
ارواښاد عبد الرحیم ساربان ( محمودي ) دافغانستان یو تکړه هنر مند و.نوموړی د۱۳۰۸ لمریز کال دوري ( حمل ) دمیاشتې په ( ۷ ) نېټه کې د کابل ښار په سراجي کې زیږیدلی و او د عبدالرحمن ( محمودي ) دسیاسي کورني سره یې تړاو درلود . عبدالرحمان محمودي سیاسي شخصیت و اودظاهرخان دواکمنۍ په وخت کې یې د( ندای خلق ) په نامه یوه سیاسي رسنۍهم چلوله چې بیا وروسته ډیر کلونه دکابل دد همزنګ په زندان کې زنداني و
ساربان لومړنۍ زده کړې په کابل کې دقاري عبدالله په لومړني ښوونځي کې تر سره کړې او وروسته بیا دکابل په میخانیکي لیسه کې شامل شواو بیا وروسته له دغې لیسې فارغ شو.
که څه هم ساربان شوقي اواماتورسندرغاړی و،خودخپل ښه او غوړیدلي استعداد په وجه یې په ( ۱۳۳۱ )لمریز کال راډیو افغانستان ته لاره پیداکړه .ترهغه وروسته کله چې په افغانستان کې تلویزیوني خپرونې پيل شوې نوده پکې یو شمیرډیرې سندرې وویلې
که څه هم ساربان دپښتوپه پرتله په دري ژبه ډیرې سندرې ویلي دي، خو دده پښتوسندرې هم ډیرې په زړه پورې وې .
دساربان په دري سندرو کې داسندره ډیره مشهوره وه
«خورشید من کجایی، سرد است خانهٔ من» چې شاعر یې ابوالقاسم لاهوتی دی
همداراز ساربان په پښتوکې هم ځینې سندرې لري چې یوه پکې
(دخپل یار له مینې -هسې دیوانه یم - چې خبر نه په کعبه نه بتخانه یم ))
چې شاعر یې میرزا حنان بارکزی دی
او همداراز دده بله خوندوره سندره : (لکه دزرکې سترګې سرې په لاره ځينه ، دګل لښتې درامبیل چامبیلو) نومیږي
ساربان په ۱۳۷۳ لمریزکال دوري دمیاشتې په (۸) نیټه دپښتونخوا په مرکزپيښور کې د(۶۵) کلونوپه عمر وفات شواوهلته خاوروته وسپارل شو چې بیا تر څو کلونو وروسته دکابل دملي تلویزیون له خوا دده جسدبېرته افغانستان ته راوړل شواودکابل دشهدای صالحین په ادیره کې خاوروته وسپارل شو
اروادې یې ښاده وي
Latif Yaad Blogs.
Pashto Times Tags
Who Was Sarban. Afghan Singer Abdur Rahim Sarban who Sung bia Ke Barim Ba Mazar. Life story or Biography of Abdur Rahim Sarban, Afghan Singer From Kabul city. Pashto songs of Sarban.

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.