Skip to main content

What Is Language ? Pashto Blog

 Language.

What Is Language ? Pashto Blog

ژبه د فکر هېنداره



چا راته ويل چې پښتانه ولې د راتلونکې په اړه فکر نه کوي او ماضي پرست دي. ما ويل خو راتلونکې ته يې شا ده او ماضي ته يې مخه ده. وايي؛ څنګه؟ ما ويل؛ يوازې د "مخکې" او "ورورسته" زماني قيدونه وګوره؛ چې د پخوا زمانې په اړه خبره کوي؛ نو وايي؛ مخکنى اختر او چې د راتلونکې زمانې په اړه خبرې کوي؛ وايي: تر دې وروسته دې خداى خير پېښوي او وروسته به سره ګورو.


نو چې څه شي ته يې شا وي؛ هغه به ورته څه ښکاره شي او څه به يې په اړه فکر وکړي. 

وخت خو بيا هم روان دى؛ خو پښتانه راتلونکې ته په شا روان دي ؛ ځکه خو کله په تيږه تيندک وخوري؛ سر په تالاک راپرېوځي او کله خرپ شي په لښتي کې وغورځېږي؛ لوند خيشت شي.

 

استاد اجمل ښکلی

Comments