Skip to main content

Who Was Malak Ahmad Baba? Yousafzai. Pashto Article

 Who Was Malak Ahmad Baba? Yousafzai.

Life Story Of Malik Ahmad Baba Yousafzai

دیوسفزو دقبیلې د پیاوړی مشر ملک احمدخان یو سفزی

ژوند او کارنامو ته یوه کتنه



--------------------------------------------------------------

یوسفزي دپښتنو یوه ستره قبیله ده او داسې ویل کیږي چې دیو سفزیږ پښتنو لومړنی استو ګنځی غوړه مرغه وه چې دکندهار ارغستان ته نږدې دسور غره او غنډان تر مینځ پروت دی او د تاریخ حیات افغاني لیکوال محمد حیات خان لیکي : د مرغه نه موخه او مقصد چمن اوغوړ نه مقصد آباد اوشین دی چې ددواړو کلمو مانا (شین چمن) دی


دپښتنو بد مرغې داده چې په خپلو مینځو کې تربګنۍ او په تیره بیا دځمکو ير سر شخړې او جګړې پکې زیا تې دي ، نو دغه یو سفزي هم دترینو پښتنو په ګاونډ کې اوسیدل او ددوی او ترینو تر مینځ دځمکو او پولو اوپټیو دویش له کبله شخړې رامینځ ته شوې چې دڅوارلسمې زیږدیزې(میلادي ) پیړۍ په پیل کې له هغه ځایه دکابل پر لور راوخوځیدل، لومړی غزني ته راغلل او دغزني په مقر کې تریوې مودې پورې په هغو ځمکوکې میشته شول چې غوریا خیلو دوی ته ورکړې وې ،خو په پای کې دغوریا خیلو نه هم خپه شول او دکابل خواته راو خوځیدل او ددوی سره ترکلاڼي ، ګګیاڼي او اتمان خیل چې هغوی هم ښاخي خیل پښتانه وو ملګری شول او ځانونه یې کابل ته ورسول او دکابل په شااوخوا ورشوګانو کې میشته شول


په دغه وخت ګې دسلطان ابو سعید زوی مغولی میرزا الغ بیګ چې لا ما شوم و ودماوراء النهر نه کابل ته راغلی و.په همدې وخت کې په کابل کې کې دیو سفزیو او خاښي خیلو مشراو ملک سلیمان شاه و چې دملک تاج الدین زوی او دملک رځړ لمسی و. دملک سلیمان شاه ددې وړکوټي ماشوم الغ بیګ سره مینه پیداشوه .داتفاق له مخې یوه ورځ الغ بییګ د ملک سلیمان شاه په غیږ کې ناست و . قدوةالمکاشفین شیخ عثمان د موتي مو لیزي زوی چې دهغې زمانې یو ستر ولي و او یو سفزیو پښتنو پرې ډیره عقیده درلودله ولیدل چې الغ بیګ دملک سلیمان یو سفزي په غیږ کې ناست دی. شیخ عثمان چې ملک سلیمان په دغه حالت کې ولیدورته یې وویل . (( ملکه ! داڅه کړې ؟)


ملک سلیمان شاه ورته وویل: چې داشهزاده دی لویوم یې که پاچا شی نو سلطنت به یې زما شی او قام به مې پرې عزیز او دروند شي



شیخ عثمان ورته وفرمایل چې : ددې ماشوم سترګې لکه دیزید په شانته دي چې حضرت امام حسین او دپیغمبر نوره او لاده یې قتل کړه، د غسې به دی هم ستا قام هم هلاک کړي.

ملک سلیمان یو سفزي ورته وویل چې شیخه داسې مه وایه ، پاچایان دچا احسان نه هیروي، دی شهزاده دی اوکله چې لوی شي پاچا به شی او زما قام به پرې محترم شي

شیخ عثمان ورته وویل چې ښه ملکه ! خبر مې کړې مادرته وویل نور دې واک او اختیار خپل دی 


وروسته مرزالغ بیګ په ۱۴۷۰زیږدیز کال کې دهمدغو یو سفزیو په مرستې او ملا تړ دکابل پر تخت کیناست .مرزالغ بیګ تر هغه پورې چې کمزوری و پر همدغو یو سفزیو پښتنو یې خپل ځان ساته او کله چې پیاوړی شو او په خپلو پښو ودرید نو بیا یې دیو سفزیو پښتنو سره نادودې او مخالفت پیل کړ او دپښتنو تر مینځ یې بې اتفاقي واچوله او ګګیاڼي پښتانه یې دیو سفزیو پر خلاف ولمسول چې ددوی تر مینځ خو نړۍ جګړې وشوې او الغ بیګ او ګګیاڼی د یوسفزیو له خوا ماتې وخوړله 


کله چې مرزا الغ بیګ پوه شو چې په زور څه نه کیږي نو دیو سفزیو سره یې دسولې لار ونیوله او په چل ول سره یې دیو سفزیو (۸۰۰) تنو مشرانو ته دمیلمستیا بلنه ورکړه .پښتانه چې پاک زړي خلک دی دده په دهوکه او چلول وغولیدل او دمیلمستیا په وخت کې یې دوی ټول ووژل او له تیغه یې تیر کړل چې ددوی هدیره دکابل په سیا ه سنګ کې شته .داخواشینوونکې پيښه  به په غالب ګومان د۱۴۸۶ زیږدیز کا  ل کې شوي وی ځکه چې په کوم کال میرزالغ بیګ دکابل تخت ترلاسه کړ نو ملک احمد هم په هماغه کال زیږیدلی و او دا ۱۴۷۰ زیږدیز کال 


تردې خواشینوونکې پيښې وروسته چې دیو سفزیو ټول مشران او ملکان دالغ بیګ له خوا شهیدان شول نو ټول یو سفزي سره راټول شول او شپاړس کلن ملک احمد یې خپل مشر،ملک او لار ښود وټاکه .

ملک احمدخان ۱۵۳۵-۱۴۷۰ زیږدیز 


-------------------------------------

ملک احمد خان دملک سلطان شاه زوی، دملک تاج الدین لمسی او دملک قاسم کړوسی و. دده پلرونه اونیکونه دپخوانه دیو سفزو او مندړو دقبیلې مشران ول.ملک احمد هم په شپاړس کلنۍ کې داثابته کړې وه چې دمشرۍ ټول صلا حیتونه پکې شته .تر دې وروسته چې خاښی خیل پښتانه دکابله دننګرهار خواته روان شول ،ترکلا ڼیو په لغمان کې واړول او یوسفزي،ګګیاڼي او اتمان خیل په ننګرهار کې اوسیدل چې یو سفزي بیا دخیبر دتاریخي لارې نه تیر شول نو د پيښور ختیزو سیمو ته ورسیدل او دسفید سنګ په نامه یوه ځای ته راغلل او ددلازاکو دقبیلې نه یې دخپلې ګوزارې لپاره ځمکه وغو ښتله چې هغوی هم دیته راضي شول چې دو آبه دوی ته ورکړي او داهغه ځای دی چې دکابل او سوات سیندونه سره یو ځا ی کیږي چې اوس دغه ځای کې شبقدر ، بټګرام ، ادیزي او میچنۍ سیمې پرتې دي . وروسته ملک احمد له دوی نه دنورې سیمې غو ښتنه وکړه او هغوی په دې خبره راضی شول چې باجوړ هم هغوی ته ورکړي .یو سفزي بیا چې کله دوآبې ته راغلل نو دشلمانیو سره یې داوبو پر سر جګړې وکړې او شلماني او دیګان یې داشنغر له سیمې نه بیواکه کړل .وروسته بیا ملک احمد دترکلاڼیو او مو مندو سره ددلازاکو پر خلاف یو اتحاد جوړ کړ.په دغه وخت کې ددلازاکو دقبیلې لوی ملک هیبو نو ميده چې بیا ددلازاکو سره جګړه وشوه او ملک هیبو او دهغه ورور جهان شاه پکې ووژل شول 


په هغه وخت کې دسوات واکمن سلطان اویس و او سلطان اویس دالله ډنډ په سیمه کې یو سفزیو ته داوسیدلولپاره ځای ورکړ .وروسته یوسفز ي په دې فکر کې شول چې سوات هم ونیسي او دوی دخپلومشرانو ملک احمد او شیخ ملي په اجازه په دې خبره اتفاق وکړ چې دسوات خوا ته وخوځیږي او دشاه کوټ درې ته یې نږدي خپله پو ځي چاوڼۍ جوړه کړه . لنډه ه داچې دوی په تدریجي توګه ټول سوات ونیوه اودتالاش وادي هم ددوی لاس ته ورغله اوټول سوات یې ونیوه .سلطان اویس سواتي په خپل ځان کې دمقابلې توان ونه لیداو دکافرستان خواته ولیږدید . هغه وخت چې یو سفزیو دسوات سیمه ونیوله نو بیا شیخ ملي نوموړې سیمه پردوی باندې وویشله. ملک احمدخان په کال ۱۵۳۵ زیږدیز کال کې وفات شو 


لنډه داچې ملک احمد خان د دیوسفزیو یو پیاوړی ،پوه او مدبر ملک تیر شوی دی.دده مزار دالله ډ نډ په ګل نرګس ګهړي کې دی او خلک دده مزار ته ورځي او ددغه ستر پښتون روح ته د عا ګانې کوي 

Blog By Latif Yaad

Pashto Times Tags For Post

Who Was Malak Ahmad Baba? Yousafzai.

Life Story Of Malik Ahmad Baba Yousafzai

Complete Life Profile Of Malik Ahmad Khan Baba. Who is Yousafzai Malik Ahmad Baba? What Malik Ahmad Baba did for Pashtuns and Yousafzai. Achievements of Malak Ahmad Baba. Pashtun Heros, Pashtun Heroes, Yousafzai heroes, Pukhtana Attalan, Khpal Attalan opejanai.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso