Who Was Nizar Yousafai?
By Rahman Buneri.
که زه دا اوواېم چې زه په نړۍ کې شاید د یکي یو تن نه جېلس (سوزم) ېم نو غلطه به نه وي او دا تن دی نظار یوسفزی! ولې دا به سبا ته خپل پوسټ تازه کومه خو لومړی ګورم چې زما او د یوسفزي صېب ملګري څه اندازه لګوي چې زه دده نه ولې جېلس یم
-------
تازه
د زیاترو ملگرو اټکلونه سم دي!
د یوسفزي صیب د خپل سیاسي فکر، د خداي خدمتگارۍ، د ادب او کلتورپه برخو کې خدمتونه مثالي دي.
زه نظار صیب د کال دوه زره څلور راهسې پېژنم،زه چې په خېبر ټي وي کې اومه نو زما د پروگرامونو په موضوعاتو به راسره په ټلیفون غږیدلو، خپل تحفظات او ستاینې به یې راسره شریکولې.
زه د کال دوه زره نهه را پدېښواپه امریکا کې یم، دلته د ژوند هر خوند شته دی خو یوه خبره چې زه یې ډېر زیات کمی محسوسومه هغه د ادب او موسیقۍ محفلونه دي، نه چرته مشاعرې کیږي او نه د موسیقۍ محفلونه، دغه کمې د سوشل میډیا دلارې پوره کومه.
په وزگار وخت کې په یوټیوب د موسیقۍ د محفلونو څخه خوند اخلم.
زیاتره وخت په دغه ویډیوگانو کې نظار صیب لکه د ستوري ځلیږي، دمشاعرو او موسیقۍ په ډېرو محفلونو کې کوربه وي، د خبرو انداز یې رسا دی، شعرونه ورته ډیر یاد دي، د خپل تاریخ او کلتور نه خبر دی، د یو کوربه لپاره دغه توکي ډېر ضروري وي.
خو ددې نه پرته دی چې یوسفزی صیب په کوم محفل کې وي نیم ژوند کې په یواځې دده د موجودگۍ په وجه لیدل کیږي، دده خندا، خبرې، داد، دغه محفل ژوندی کړی وي.
زه چې دا وینم نو جېلس کیږم، زړه کې وایم کاش چې دغه برخه زما وی، د پښتنو شاعرانو، هنرمندانو، پوهانو د محفلونو خدمتگار وې، رباب راته غږېدلې، اتڼې مې کولې او د ژبې او ادب د بڼ مالیار وې!

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.