Skip to main content

Who Was Older? Khushal Baba Or Rahman Baba

 Who Was Older? Khushal Baba Or Rahman Baba


خوشال بابا او کهٔ رحمان بابا مشر و؟


درون ملګری، خورشید اقبال یوسفزی لیکي؛


“د خوشحال بابا باره کښې ابهام نیشته. یوازې د رحمان بابا خبره ده چې څوک تاریخ پیدائش او وفات د د ابجدو نه ثابتوي او څوک یی د فرضي او افسانوي کتابونو لکه پټه خزانه وغیره نه.


زما سورس د رحمان بابا خپل دیوان دے. 

د رحمان بابا پۀ کتاب کښې د رې پۀ پټۍ کښې یو غزل دے، چې هغې کښې د مولایانو او اورنګزیب پۀ منافقت خبرې کړي دي. بیا د اورنګزیب د وفات ذکر کوي. او پۀ مرګ یی افسوس هم کوي او د مغفرت دعا ورله هم کوي. بیا د ځان خبره کوي چې زما عمر هم تر پینځۀ پنځوسو زیات شو خو بیا هم ما ته ځان یو ماشوم ښکاري. 

اورنګزیب عالمګیر پۀ 1707 ء کښې وفات شوے دے. کۀ مونږ دا وګڼو چې دا غزل هم دغه کال باندې لیکلے شوے دے. کیدے شي یو کال یی وروستو لیکلے وي، ځکه چې هم دغه غزل کښې د اورنګزیب د ځوي شاه عالم د حکمرانۍ ذکر هم کوي. خو بهر حال مونږ به ددې غزل د لیک وخت هم د 1707 کال اوګڼو. چې رحمان بابا دغه وخت خپل عمر پینځه پنځوس کاله ښایی. او وایی:

تر پنجاه و پنجه تیر شوې

تۀ    لا    ځان  بولې پسر

کله چې مونږ د 1707 نه 55 لرې کړو، نو دې نه 1652ء جوړیږي. کوم چې د رحمان بابا تاریخ پیدائش دے. 

دا د رحمان بابا زیات نه زیات مشر والے کیدے شي. ځکه چې پښتانه مشران اکثر د عمر پۀ سلسله کښې د مبالغې نه کار اخلي، او دویم هغه وخت حساب هم پۀ قمري کلونو کښې وو. نو زما پۀ خیال به صحیح د پیدائش کال 1653 او 1655 تر مینځ کیدے شي. خو بهر حال مونږ د هغۀ دا بیان بالکل سل فيصده سم اوګڼو نو زیات نه زیات د هغه تاریخ پیدائش 1652 ته رسي. او د خوشحال بابا پیدائش 1613 د بې شماره حوالو نه کنفرم دے.”



Khurshed Iqbal Yousafzai. Pashto Times

Who Was Older? Khushal Baba Or Rahman Baba

Comments