Zbargh By Ghani Khan
Pashto Nazam By Ghani Baba. Pashto Singer Sardar Ali Takkar.
زبرګ
چې دې وس د بدو نه وي، څه به ته څه به دې ښه وي
توبه هله د شرابو چې شراب درته پراته وي
چې بوډا شې خوله کړشپه، بيا توبه توبه د څه کړې
هغه ښه د بدو بد وي، د ناکامه چې ته ښه کړې
ملا ناست د ټوکړو شکور ته وايي رندانو ته خراب
غريب څه وکړي جومات کې، نه معشوق شته نه شراب
دا چې باغ د ګلو ډک وي، مستانه غوندې ماښام وي
دا چې سرې شونډې ساقي وي، په سور لاس نېولى جام وي
دا چې تا ته رڼې سترګې غلي ووايي سلام
به مکېز دې زړه کې بل کړي د مستۍ دوزخ تمام
او وايي راشه راشه ياره وخت دى لږ خبرې ډېرې
او بيا دې ورو شان د اوږو نه پستې لېچې کړي چاپېرې
خوله دې خولې ته کړي درپورته، شونډې سرې تودې بې هوشه
لکه بله ډېوه رپي، د ځونۍ مستۍ د جوشه
سينه دراوړي سينې له، د بخمل هسې ريښمينه
د ارمان او مينې ډکه، د نرګسو نه نيازبينه
او ستا وجود يو سمندر شي د طاقت او د سرور
زړه دې واخلي هغه اور، چې هم اور دى او هم نور
ته چې دغه وخت اوچت شې، شې جومات کې په ژړا
لېونى وايي قسم دى يا خو غوث يې، يا هيجړا
غني حيدراباد جېل
#غني خان
کتاب : لټون
مخ يا صفحه (708)
Che di wus da bado na we
Sa ba ta sa ba di Kha v
Toba hala da sharabo
Che sharab darta prata v
Ghani Baba Nazam Zbarg Lyrics
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.