Skip to main content

Abaseen Yousafzai New Pashto Ghazal. 2022 Ghazal Pukhto Poetry

 Abaseen Yousafzai New Pashto Ghazal.


کله داسې پړاو راشې چې ځيران شم 

نۀ پوهيږم چې پۀ کومه لار روان شم


د ضمير بيعه مې چا هم پوره نۀ کړه 

خو د سر بيعه چې راشې نو ارزان شم


زۀ چې کله ستا د کور مخي له راشم 

نو پۀ خپله سادګۍ باندې پښيمان شم


چې پۀ مړ زړۀ کښې مې مينه راژوندۍ کړې 

ستا د مړاو مړاو سترګو نۀ قربان شم


د لبانو پۀ سکروټو دې ستې کړم 

خدائ دې وکړې چې پۀ تا باندې تاوان شم


خامخا به ميخانې طرف ته ځمه 

کله کله مې زړۀ ډوب شې سرګردان شم


نزديکت راباندې هسې اور اوسکور شې 

د ګناه ثواب په مئينځ کښې اويزان شم



زۀ خو ورځ پۀ ورځ پۀ زمکه ننوځم 

څۀ خبر به پۀ رازونو د اسمان شم


اباسين شومه نو بيا خو د هر چا يم 

داسې نۀ ده چې يواځي د خپل ځان شم


اباسين يوسفزے





Comments