Amir Hamza Khan Shinwari. Baba Pashto Ghazal. Pashto Biography
By Raees Malang Shinwari
د خپل پير و مرشد اميرالمتغزلين د وخت پلار بابائے غزل امير حمزه خان شينواري رحمة الله عليه مختصره پېژندګلو ,
1907 ستمبر د خيبر په لواړګی کښې د باز مير خان ملک په کور کښې وزيږيد
1910 د مور د مينې له غيږے بې برخې شو .
1916 د لواړګی د لومړني ښووينځی پر وره ورننووت.
1918 د پيښور د اسلاميه کالج دويم ټولګي ته بدل شو .
1924لومړنی واده يی وکړ .
1925 لومړنی زوې يی وزيږيد چې پر هماهغه کال ومړ .1925 د تورخم په پاسپورت دفتر کښې په کار وګو مارل شو
1926 د خيبر اورګاډی د پټلۍ په نوې جوړه شوې پروژه کښې منشی شو خو پر هماغه کال يی کار پريښود د هم دې کار په بهير کښې يی په سپيرسنګ کښې د کاريګرو په فی البديه مشاعره کښې دوې د پښتو چاربيتې وويلې .
1927 دويم زوې يی مراد شينواري وزيږيد .
1928 جنوري 31 د خواجه معين الدين چشتی زيارت ته له خپل ورور بلخی خان سره اجمير ته لاړ او بيا ډيلی ته ستون شو او هم هلته يی د ده خبره د فطري رجحان ډيوه بله شوه .
1928 دويم واده يی وکړ چې بابا د مينې واده باله
1930 له روحانی بوميا حضرت سيد عبدلستار شاه سره يی چې د دوي د مشرانو هم مرشد وو روحانی تړون پيدا شو له هغې وخته يی د خپل مرشد په سپارښتنه د اردو پر ځای په پښتو ليکلو لاس پورې کړو
1930 لومړنی پښتو غزل يی ووايه
1930 کښې د راولپينډي نه له رستنيدو سره په پيښور کښې وو چې پلار يی ومړ
1933 د ځينو ملګرو په هيڅونه يی کمياګري زده کړه
1935 د آل انډيا راډيو پيښور څانګې ته يی لومړنې پښتو ډرامه زميدار وليکله
1937 لومړنې پښتو اثر تجليات محمديه يی په 398 مخو کښې چاپ شو .
1937 د عبدلکريم مظلوم په ملګرتيا يی د رڼا په نامه يوه مياشتنې خپرونه وايسته
1938 کښې د پښتو منظومه ډرامه د ډمانو ښار وليکله خو وروسته يی نوم د ,شوقيانو ښار کړ
1939 د خپل مرشد حضرت سيد عبدلستار شاه په بلنه او هڅونه يی د بزم ادب په نامه يوه ادبی ټولنه جوړه کړه چې لومړې مشر يی راحت زاخيلی او وريسې حمزه بابا پخپله مشر شو .
1940 مارچ 25 د سيد عبدلستار شاه په نوښت د جوړې شوې ادبی ټولنې بزم رحمان د کالنيو غونډو په لړ کښې د مالکې منډے په پارک کښې د کاظم خان شيدا پر دې مصره
سياه مار په نظر نه راځی ماښام دې
دا غزل واوروه .
د دعــــــــــوت يی رقيب کړې انتظام دې
خدای دې خير کړي نوې رنک د انتقام دې
تـــورې سترګې دې زما زړه ته په ځير دي
بيا خبشو په کعبه تـــــــــــــــــړلې لام دې
د هم دې شعرونو اورول وو چې د پښتو وتلی شاعر سمندر خان سمندر ورته د غزل د بادشاه خطاب ورکړ
1940 په لواړګی کښې يی هم د طرحی مشاعرو تيږه کيښوده او پر
توره تيږه توره ده سپينې بکر وای
مصره يی يوه طرحی خندنې مزاحيه وکړه
1944 د نوې چپې نومی هغه ناول په ليکلو يی لاس پورې کړ چې د ده د وينا له مخې بنيادي تصور يی د سرحد د ښوونې روزنې وزير ثمين جان خان ورکړې و 1946 ورستې ځل اجمير شريف ته لاړ له هغه ځايه يی د مولانه عبدالقادر په بلنه د ډيلی راډيو په جوړه کړې مشاعره کښې ګډون وکړ.
1948 اګسټ د افغانستان د خپلواکۍ په 29 کليزه کښې د ګډون او د پښتو ليکدود د يو کولو په لړ کې د پښتو ټولنې په بلنه د مولانه عبدلقادر په مشرۍ په يوه پلاوي کښې کابل ته لاړ
1949 د ښکار غلی مورچه نومې لومړنې لنډه قصه يی خپره شوه
1949 کشر رور يی خليل ومړ
1949 د کابل منظومه سفرنامه يی د ترکيب بند په بڼه په 900 بيتو کښې چاپ شوه خو له خپريدو سره د حکومت له خواه بنديز پرې ولګيد
1950 د اولسی ادبی جرګې په جوړيدو د جرګې مشر وټاکل شو
1952 مشر رور ي ملک باور خان ومړ
1954 جولای - مرشد يی حضرت سيد عبدلستار شاه چې ده به له مينې باچا جان باله د حق داعي ته لبيک ووايه حمزه بابا يی د مړينې ماده دا راوايسته
د فخر علم شو
1956 د غزلو او نظمونو لومړنې ټولګه يی د غزونې په نامه 234مخو کښې چاپ شوه
1957-په 1944 کښې پيل کړې ناول نوې چپې په 414 مخو کښې له چاپه راووت
1958 د کابل سفرنامه نوې پښتون يی په 329 مخو کښې چاپ شو
1958 دخوشحال خان خټک يو شعر په نامه اثر يی په 183 مخو کښې چاپ شو
1960 د پاکستان له پوځی مشر مارشال ايوب خان سره د کراچې پيښور د اور ګاډی د سفر په ملګرتيا کښې يی هغه ته د ښوونځيو په نصاب کښې د پښتو د ځايولو وړانديز وکړ جې اومنل شو . خو , . . . . . . . . .
1960 د غزلو دويمه ټولګه يی د يون په نامه په 420 مخو کښې چاپ
1960 د پاکستان رايټرز ګلډ ټولنې د ايالتی څانګې عمومی منشی غوره شو
1963 ژوند يی له چاپه راووات
1966 د پښتو له ملی مشر فخر افغان باچا خان سره يی لومړنې کاته وشول
1969 جنوري 29 د افغانستان د شاهی حکومت د قبايلو د رياست له خوا له خپلو يوويشتو قبايلی مخورو ملګرو سره د ځمکې له لارې د بيت الله مقدس سفر ته لاړ پر هغه سفر چې ده يی کلونه وړاندې د خپلو پښتنو له قافلې سره د تګ ارمان کړې وو
حمزه سفر که د حجاز وي نو هم
زه د پښتون د قافلـــــو سره ځم
1970 د حجاز په لور يی په 568 مخو کښې له چاپه راووت
1970 د پيغلې فلم ليکلې کيسه وراشې مکالمې او سندرې يی فلم شوې
1976 په اردو ژبه يی خپل ژوند ليک وليکه چې وای لاسلکښلې نسخه يی له سيد انيس شاه ګيلانی سره خوندي ده
1976 له جعفر اڅکزی سره د ليکلونو ټولګه يی د انسان او خدای په نامه چاپ شوه
1977 ژوند او يون نمې منظومه ټولګه يی په وړه کچه له چاپه راواته
1979 د ميا عبدالرخمن لوګې کاکاخيل په نوښت او زيار د حمزه بابا په باب د خپلو مينه والو ليکلوالو او شاعرانو پيرزوينې د زه او حمزه په نامه له چاپه راووتې
1980 د انا اور علم نومې فلسفي او عرفانی اثر يی په اردو ژبه له چاپه راوت
1980 د علاقه غير لپاره يیليکلې کيسه او سندرې يی فلم شوې
1987 د افغانستان د دولت د قومونو او قبايلو وزارت له خواه يی اتيايمه زو کليزه د يوه دوه ورځني سمينار په ترڅ کې ونمانځل شوه
1987 يون يی د هم دې زو کاليزې په وياړ دويم ځل د ښاغلی زرين انځور په زيار چاپ شو
1987 د هم دې سمينار ليکنې د حمزه ياد په نامه د ښاغلی زلمي هيواد مل په زيار او څارنه چاپ شو
1989 سلګۍ ټولګه يی له چاپه راواته
1994 فروري 18 او بالاخر د پښتو د غزليزې او عرفانی شاعرې سرلارې او د هنري او داستانی نثر د ډګر ستر اتل خپل ستر رب ته د خپل 87 کلن وياړلي ژوند د امانت په سپارلو د پښتو او افغان اولس د سوکالۍ سرلوړۍ او د پښتو ژبې د پرمختيا په ارمان جنت ته د پښتو سره لاړ
انا الله وانا اليه راجعون
اروا يی ښاده او ارمان يی وتلې اوسه....
Amir Hamza Khan Shinwari. Baba Pashto Ghazal. Pashto Biography
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.