Skip to main content

Bacha Khani Sa Ta Waye? What Is Bacha Khani?

 Bacha Khani Sa Ta Waye? What Is Bacha Khani?


یو طرف ته خاني ده، جایدادونه دي، حکومت دی، پیسې دي، عیش دی عشرت دی خو بل طرف ته یو پاشل شوي قوم دی چې کله د خپل سره او کله د بل سره په جنګ دی چې خلک یې په یو نوم او بل نوم استحصال کوي. دا قوم تربیه کول او راټولول د ناممکناتو څخه دي خو بیا هم دغه خان هر څه پریږدي او د خامتا او بېستۍ جامي په غاړه د خپل قام په غم کې هر کلي او هر ښار ته ځان رسوي تر څو دا خلک راویخ کړي. سره له دې چې قوم یې په یو او بل نوم یادوي خو دا سړی د خطابونو نه بې پروا په خپل هدف پسې لیونی سپیلنی ګرځي. پیرنګی ویره محسوسوي او د زندان د تورو تمبو تر شا یې غورځوي خو دی د الحق د غږ نه توبه نه وباسي. د خپل عمر ۳۳ کاله په زندان کې تیرول خوښوي خو د خپلې موخې نه تیریدل نه مني. کله چې هم فرصت مومي د خپل قام د تربیې کوښښ کوي. خلک د علم رڼا ته رابلي او د تشدد او جنګ نه کرکه ورښایي. که پښتنو ته نبی راتلو نو شاید دغه شان یو کس به وو. دا کس بل څوک نه وو بلکې د سیف الله خان لمسی او د بهرام خان زوې خان عبدالغفار خان بابا وو.


الله پاک دې په قبر انوار نازل کړي



Comments