Be kora She Che Sook Pa Be Darako Pase Garzi. Sahib Shah Sabir Ghazal.
بي کوره شي چې څـوک په بې درکـو پسې ګرځي
دارنه خــلک سپکېږي چې په سپــکـو پسې ګرځي
زمـــا د قــــــام د کومې بـدبـختۍ به درتــه وايــم
چې څـــــوک را زلمي کيږي په ټوپکو پسې ګرځي
د زرکــو د کـــوترو ښـــکـــار د نــــورو مشغله شوه
زمــــا د غـــرونو باز په تــوت خورکـو پسې ګرځي
بيـا څــــــوک د پښـتــنـو د اتـــفاق سنــــدرې وايې
ديـوان ئې د `خوشال` په لاس خټکو پسې ګرځي
صــلاح کـــوي، جــرګـه کــوي، غـــونډيږي تندرونه
څــــوک جاله جـــوړوي ځانله په ډکو پسې ګرځي
د هـغـې غــرڅــنـۍ غـــړۍ مې هغېسې په زړه ده
لا هــغـسې مـې فــکر په کــنـجکو پسې ګــــــرځي
د ښــکـلو پـه سـينو کښې بې عــرضــه زړونه ګـوري
صـــــابر بلا وهــٙلی دی پـه ورکــو پسې ګــــــرځي
صاحب شاہ صابر
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.