Da Arg Tareekh. The History Of Arg Kabul Afghanistan.
Pashto Book By Aleem Gul Sahar
د ارګ تاریخ نوی کتاب
(د ارګ نن او پرون) له کتاب څخه وروسته څلور کاله دمخه په همدی ورځوکې د ارګ د مفصل تاریخ یو بل کتاب بشپړ شو، او چاپ ته چمتو شو۔
د اسلامي جمهوریت په وخت کې خو چاپ نه شو ا۔ ا ۔ا یې هم نه چاپوي که بل څوک یې چاپوي پﺉتو او دري متنونه یې تیار دي۔
په دې کتاب کې په مختلفو دورو کې د ارګ په اړه تاریخي څیړنې شوې دي او عمدتآ پر دغو موضوعاتو تر خپله وسه بحث شوی دی
د ارګ په اړه لنډ معلومات
د ارګ له جوړیدو د مخه په کابل کې د افغان شاهانو د کار او هستوګنې ځایونه
د ارګ له جوړولو دمخه د امیر عبدالرحمن خان د اوسیدو ځایونه
د کابل ارګ جوړول
د ارګ جغرافیایي موقعیت او شاوخوا سیمې
په بیلابیلو دورو کې د ارګ نومونه
د ارګ په ماڼیو او ودانیو کې راغلي بدلونونه
د ارګ د معمارۍ سبک او ډولونه
په ارګ پورې اړوند ماڼیو بشپړه پېژندنه
کوتيباغچه
حرمسرای
ګلخانه
دلکشا
سلامخانه
لومړی نمبر ماڼۍ
دویم نمبر ماڼۍ
۱۰ نمبر ماڼۍ/ سمت شبجمعه ماڼۍ
الحاقیه ماڼۍ
چهارچنار ماڼۍ
ډبرینه ماڼۍ
اداري ودانۍ
ارشیف
د ارګ جومات
ارګ پورې اړوندې نورې ماڼۍ
د ارګ د کلا برجونه
د ارګ د ساعت برج
د افغان – انګلیس د دویمې جګړې د شپږ وېشت شهیدانو څلی
د ارګ دروازې
د لوازمو پېژندنه، شیان او د ارګ هنري اثار چې تاریخي مخینه لري
په ارګ کې شوې پېښې
د ارګ په ماڼيو کې د مراسمو جوړېدل
په ارګ کې زندانونه
سیاه چال/ سیاهچاه ( تورې څاهګانې)
په ارګ کې د مرغانو او حیواناتو ساتل
په ارګ کې د اوبولګولو او سمسورتیا سیسټم
د دربار اداب او تشریفات
د ارګ او دربار ځانګړي اصطلاحات
شاهي صندوقخانه
په ارګ کې درباري شاعران او کلتوري هڅې
په ارګ کې د ارواحو او پېریانو د شتهوالي آوازې
او له پخواني جمهور ریس حامد کرزي سره د ارګ په اړه ځانګړې مرکه
د کتاب د لیکلو په وخت کې مې هڅه دا وه چې د ارګ تاریخ دا کتاب تر مخکیني هغه په هر لحاظ بډای وي. کوښښ شوی دی چې پهدې کتاب کې د ارګ په ټولو برخو پوره بحث وشي او هیڅ ګوښه پټه پاتي نهشي. دا چې پخپل دې هوډ کې څومره بریالی وم د کتاب قدرمن لوستونکي به پرې خپل قضاوت وکړي
Pashto Times Tags
Da Arg Tareekh. The History Of Arg Kabul Afghanistan.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.