Skip to main content

Dr. Ashraf Ghani Is Responsible Of Kabul Fall on 15 August 2021

 Dr. Ashraf Ghani Is Responsible Of Kabul Fall on 15 August 2021.

By Daulat Waziri

په رښتیا چې ډاکټر صاحب غني ملامته دی!!!!

ځکه ملامته دی چې په هر ټټو او پنجو باندې به يې باور کاوه


پنځه زرهي او پنځه رنجر موټر به ور پسې روان وو، په اوږه به يې د ستورو ځای نه وه، د فساد او خیانت مانۍ به يې له کشمیر څخه معلومیږي، د سواد کچه به يې منفي صفر وي،  بهرني بانکونه به يې له پیسو ډک وي، پخوانۍ شتمني به يې د یوه خره یو من وربشي وي، تحصیلي اسناد به يې د پیښور د خیبر بازار په ټاپه وي، اوږه به يې له سر څخه پورته وي، اوس وايي چې دوی ملامته نه دي!!!!!



په رښتیا چې ډاکټر صاحب اشرف غني ملامته دی!!!!!!!

ځکه چې مسؤل کسان يې نااهله، موقع شناس، په څوکۍ او مقام ميین، په فساد ککړ، په تعصب کې غرق، د ژبې او قوم ټیکه داران او د نه منم په ناروغي اخته کسان وو. اوس وايي دوی ملامته نه دي!!!!!!!



په رښتیا چې ډاکټر صاحب غني ملامته دی!!!!!!

ځکه چې د وزیرانو، والیانو، او ټولو قوماندانانو پر ځای البته ده کار کاوه، او دوی وايي موږ ملامته نه یو!!!!!!!!

په رښتیا چې ډاکټر صاحب غني ملامته دی!!!!!!! 

ځکه چې له کرزي صاحب، ډاکټر صاحب عبدالله رانیولي بیا د عطامحمد نور، مارشال دوستم، وکیلانو، سناتورانو، جهادي مشرانو او د جهادي مشرانو د زامنو، خپلوانو او ............. نورو نورو باندې خو د سپینو کوترو بنکې را شنې شوي دي، نو وايي چې دوی ملامته نه دي!!!!!!!!

 که ملامته دي خو همدوی دي او ودې وايي چې لومړی دوی او بیا له دوی وروسته ډاکټر صاحب غني ملامته دی!!!!!!!!!!!

کاشکي یوه بې پرې محکمه وای او له هر چا يې یو ځل پوښتلي وای چې له کشمیر څخه ښکاریږي دا مانۍ دې له کومه کړي، او دا میلیارد او میلیون ډالر دې له کومې ونې راټول کړل؟ دا باغونه، ځمکې او زرهي موټر دې پلار ګټلي وه او که تا د ملت په وینو را ونیول؟ 


زما خو کوچني دنده وه، خو بیا هم زه په خپله چمتو یم چې د يوې افغانۍ حساب هم ورکړم!!!!

د خدای لپاره په دفاع وزارت کې یو او بل ته ټول ښکاره دي، نن ډیرې چغې همغه وهي چې تر اوږو پورې په چټلیو کې غرق وو!!!!!!

په دفاع وزارت کې ډیر پاک او په هیواد مئین جنرالان او افسران شته د ډیرو د چټلیو اسناد يې ساتلي دي، که دوی ډیر له خپلو بړستنو پښې اوږدې کړي، نو بیا د دوی زره زره خیانت به د ملت سره شریکه کړي.

یو څوک به ووايي چې تا ولې پر خپل وخت د دوی څیرې ښکاره نه کړي،

ما همغه وخت هره ورځ ویل چې

څوک د سرتیري حق خوري هغه نه مسلمان، نه افغان او نه انسان دی


بله دا چې ټول دفاع وزارت ته پته ده چې په دفاع وزارت کې د غلطو اصلاحاتو پر ضد ما بغاوت وکړ، خپله استعفا مې د وخت وزیر ته وړاندي کړه، د همغې استعفا په بنیاد يې ماته تقاعد راکړ.  

 له دې پورته ما توان نه درلود. مننه



Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه د...

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu...

Understanding the UAE Visa Ban: Reasons and Implications

پاکستانیوں کے لیے یو اے ای ویزا پابندی کے بارے میں تفصیلی خبر اور وجوہات متحدہ عرب امارات (یو اے ای) نے پاکستانی شہریوں پر ویزا پابندی عائد کر دی ہے، جس کی وجہ ان سرگرمیوں کو قرار دیا گیا ہے جن سے یو اے ای کی ساکھ کو نقصان پہنچا ہے۔ یو اے ای میں موجود پاکستانی سفارتخانے نے تصدیق کی ہے کہ یہ پابندی نافذ العمل ہے اور یہ تمام پاکستانی شہریوں پر لاگو ہوتی ہے، چاہے وہ کسی بھی مقصد کے لیے سفر کر رہے ہوں۔ یو اے ای حکومت نے پابندی پر کوئی سرکاری بیان جاری نہیں کیا، لیکن پاکستانی سفارتخانے کا کہنا ہے کہ یو اے ای حکومت کو درج ذیل سرگرمیوں پر تشویش ہے: یو اے ای حکومت کے خلاف مظاہرے کرنا سوشل میڈیا پر یو اے ای حکومت پر تنقید کرنا مجرمانہ سرگرمیوں میں ملوث ہونا یو اے ای حکومت نے اس بات پر بھی تشویش ظاہر کی ہے کہ ان سرگرمیوں میں ملوث پاکستانی شہریوں کی تعداد دیگر قومیتوں کے مقابلے میں زیادہ ہے۔ پاکستانی سفارتخانے نے پاکستانی شہریوں کو مشورہ دیا ہے کہ وہ یو اے ای کا سفر کرنے سے گریز کریں جب تک کہ ان کے پاس درست ویزا نہ ہو۔ سفارتخانہ یو اے ای حکومت کے ساتھ مل کر اس مسئلے کو حل کرنے اور پابندی ہٹانے کے...