Funny And Interesting Happenings While Seeing Girls before Proposals For Marriage.
Pashto Blog
په عربي ټولنه کې یو عادت و او اوس هم شته دی، کله چې نجلۍ باندې جرګه کوي، نو نجلۍ سره شرعي لیدو ته ورځي، د پلار او ورور په مخکې ورسره ګوري، ځينې دغسې پېښې له خندا 😅 ډکې دې تاسې هم ولولئ. که دا شرعي لیدل په افغانستان کې دود شي، څومره خندونکې پېښې به وزیږوي؟!!!
1 _ یوه پېغله وایي، کله چې مې زلمی لیدو ته راغی، کورنۍ راته وویل چې سالون ته ورووځم، وشرمېدم، وارخطایي مې هله زیاته شوه چې په پلار مې سترګې ولګېدې، هلک چې مې ولیده، خوښ مې نه شو او نه مې غوښتل چې عواطفو ته یې زیان ورسوم، ژر راووتم، په منډه مې د بریښنا فیوز واړوه، سالون کې تورتم شو، زلمی لاړ ووت او بیا را ونه ګرځده .👍
.
2 _ یو بله پېغله وایي، د زلمي لیدو ته راووتم، قهوه مې راخیستې، له شرمه ټيټ ګورم، پلار او ورور مې چې ولیدل د شرم سره وارخطایي ګډه شوه، خو د ننوتلو سره مې یو ښکلی زلمی ولید، د قهوې پیاله مې ورته کېښوده، بیا یې مخ ځیره شوم، پلار مې څو ځل هڅه وکړه چې متوجه مې کړې، ورور مې دوه درې ځلې غاړه تازه کړه!! راووتم خو زړه مې په سالون کې پاتې شو، د الله فضل دی اوس مې خاوند دی .🙏❤️
3 _ یو زلمی وایي، د یوې نجلۍ شرعي لیدو ته ورغلم، پلار یې زموږ ګرم استقبال وکړ، سالون ته ننولم، نجلۍ راغله یوه پښه یې په بله واړوله، له ما یې تحقیق شروع کړ، زړه مې راتنګ شو، خټو ته خو اوبه هله ورزیاتې شوې چې زما د میاشتني معاش پوښتنه یې وکړه، زه ودریدم، ورته مې وویل، دا نو د استخباراتو تحقیق دی نه د واده.
له کوره مې پښې سپکې کړې.
4 _ یوه بله پېغله وایي، مور مې راته وویل، شرعي لیدو ته چې ورځې سنډل مه پښو کوه، خو ما استدلال کاوه چې ونه مې لنډه ده، پریږده چې لوړه ښکاره شم.
قهوه مې وروړه، سم له واره وارخطا شوم، پښه مې تاو شوه، په زمکه راوغورځېدم، په سالون کې د کړس خندا شوه، هیله مې وکړه چې کاش په زمکه ژوندۍ ننوځم" خاوند مې راباندې تر اوسه خاندي" 🌹
5 _ یو بله پېغله وایي، سالون ته ورننوتم، قهوه مې راوړه، د خپل پلار سر مې ښکل کړ، د ډېرې وارخطایي نه مې په لاشعوري توګه د هلک سر هم ښکل کړ!!!
له هم هغې ورځې راهیسې مې پلار ته کتلی نه شم، خو تر ننه مې راباندې خاوند خاندي، راته وایي زما سر خو دې ځکه ښکل کړ چې قبوله دې کړم . 🌹
.
6 _ یو زلمی وایی، د ملګری کور ته د هغې د خور په جرګه ورغلم، کله چې سالون ته ننوتلم، نجلۍ هم راغله، کله چې مې ولیده وارخطا شوم، یوازې همدا ورته وایم، ما شاء الله ما شاء الله ما شاء الله، نېږدې له شرمه مړه شوې وه، ژر له سالون نه ووتله !!!
کورنۍ یې بیا راوستله چې خپل نامزد وویني، خو زه لا هم هغسې لګیا یم چې ما شاء الله، د الله په فضل نکاح وتړل شوه . 💞🌹
7_ یو بل زلمی وایي، کله چې مې نجلۍ شرعي لیدو ته راغله، سلام یې وکړ، ما په ځواب کې وویل، خورجانې ستړې مه شې،😅 خو د الله فضل دی دواړه د یوه بام لاندې ژوند کوو💞
الله تعالی دې ټولو پېغلو او ځواناتو ته حلال او ګټور ودونه ورکړي.
منقول 🐢🌻
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.